د پروان امینه قومندان محمد محفوظ ولي زاده د دغه ولایت په بګرام ولسوالی کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له چاودنې خبر ورکوي.
هغه وايي چې دغه پېښه نن ماښام اوه نیمې بجې (شنبې، د وري په ۲مه) د «سر صیاد» په کلي کې د پولیسو د تلاشۍ ځای ته نږدې شوې ده.
د پروان امنیه قومندان وايي چې موټر بم «مازدا» ډوله موټر، له هغې وروسته وچاودې چې د امنیتي ځواکونو تلاشۍ ته یې پاملرنه ونه کړه او د دغو ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې.
محمد محفوظ ولي زاده زیاتوي چې دغه چاودنه د تلاشۍ ځای په سل مټرۍ کې شوی او مرګ ژوبله له ځان سره نه لري.
د ولي زاده په وینا دغه موټر د بګرام پوځي ادې په لور په حرکت کې و.