Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بګرام کې یو ډله ایز قبر وموندل شول

ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یې یو ډله ایز قبر موندلی دی.

د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې له دغه قبر څخه د ۲۵ کسانو مړي تر لاسه شوي دي او شواهد ښیي چې لومړی د دغو کسانو سترګې تړل شوې او وروسته ژوندي ښخ کړل شوي دي.

د یاد ډله ایز قبر له موندل کېدو وروسته د بګرام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په د دې وژنې عاملین اوس هم په کابل کې ژوند کوي او افغان دولت باید دوی تر قانویي څیړنې لاندې ونیسي.

په دې وروستيو کې د بګرام هوايي ډګر ته نږدې يو ډله ايز قبر وموندل شو خو دغه اوسيدونکي وايي، چې دا ځل ځايي دولتي چارواکو د مړو د را ايستلو لپاره ليوالتيا نه ده ښودلې او دغه مړي د ځايي اوسيدونکو لخوا را وايستل شول.

ځينې اوسيدونکي وايي د دوي د کورنيو يو شمير غړي هم په دغو قربانيانو کې ليدل کيږي.

د بګرام ولسوالۍ یو اوسیدونکۍ، ممتاز احمد وایي :«زما دوه ترونه، د تره زامنو او پلار په ګډون زموږ د کورنۍ اتنه تنه غړي شهیدان شوي دي، دوی یې له کور وایستلي ول او همدلته یې شهېدان کړل او اوس یې مړي دلته ترلاسه شول.»

ځايي اوسيدونکي ټينګار کوي د دې پيښې عاملين پيژندل شوي او اوس په کابل ښار کې ژوند کوي. دوي د دغو کسانو د محاکمې غوښتونکي دي.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکې، نصرت الله وایي :«د ولسوال او والي په ګډون له ټول حکومت څخه زړه بدي یو، لږ تر لږه دوی باید له موږ سره به مو غم شریکي کړه، له ولسمشر کرزي څخه هیله کوو چې د دغو کسانو وژونکو ته سزا ورکړي تر څو په راتلونکي کې دا ډول پیښې تکرار نشي.»

له بلې خوا د پروان والي وايي لومړنۍ څيړنې د دې ښودنه کوي چې دغه کسان ديرش کاله مخکې په ډله ايزه توګه خښ شوي دي.

د پروان والي، عبدالبصیر سالنګي وویل :«دغه کسان یی د اشرارو په تور نیول او د شپې لخوا یې د لوډر په واسطه ژوندي ښخ کول.»

ټول هغه ډله ايز قبرونه چې تراوسه په هيواد کې موندل شوي د ځايي اوسيدونکو لخوا په غيرمسلکي توګه راايستل شوي او د هغوي پر ځانونو د جنايت اثار له منځه تللي دي او تراوسه د دغو پيښو د عاملينو د موندلو او سزا کولو لپاره هيڅ راز هڅې هم نه دي شوې.

بګرام کې یو ډله ایز قبر وموندل شول

ځایي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یې یو ډله ایز قبر موندلی دی.د بګ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه