Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بین‎الافغاني ناستې زمینې برابرولو ته د آلمان ژمنه

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی ژمنه کوي چې هېواد به یې د افغانانو ترمنځ د ناستې زمینه برابره کړي.

مارکس پوتزل له یو شمېر افغانو ښځو سره خبرو اترو کې ویلي، په دې ناسته کې به د طالبانو او حکومت نږدې ۶۰ استازي راټول شي، خو لا یې د ځای او نېټې په اړه هوکړه نه ده شوې.

په همدې حال کې افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، ناټو سازمان به هم سږ کال افغانانو سره سولې ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د المان ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ بهرنیو چارو وزارت کې له یو شمېر افغان سیاسیونو مېرمنو سره ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي

د افغانستان د سولې لپاره د المان ځانګړی استازی، مارکس پوتزل وايي:«د دوو لسیزو لاسته راوړنې باید چې وساتل شي او موږ په اپریل میاشت کې اروپایي ټولنه کې یوه پرېکړه وکړه تر څو دا لاسته راوړنې وساتل شي.»

 یو شمېر مېرمنې له ښاغلي پوتزل سره له ناستې وروسته وايي، هغه ورته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ګډې غونډې لپاره د استازو په توګه د شپېته تنو د ټاکلو خبر ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې دا غونډه په دوحه یا هم ازبکستان کې وشي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، هیلۍ ارشاد څرګندوي:«په ټوله کې به ۶۰ تنه د دواړو لورو په استازېتوب دې ناسته کې وي، او د دواړو لورو شل سلنه به هم ښځې وي او طالبانو هم دا منلې ده.»

 بهرنیو چارو وزارت بیا د سولې لپاره د المان له هڅو په هرکلي سره وايي، هیله‌مند دي چې دا هڅې یوه پایله ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، ادریس زمان زیاتوي:«ټاکل شوې ده چې د اووم پړاو خبرو او وروسته له هغې په مناسب چوکاټ کې د خبرو پیل سره د افغانستان او طالبانو ترمنځ دوست هېوادونه هم ونډه ادا کړي او په دې چوکاټ کې موږ د دوست هېواد آلمان ونډې ته د قدر په سترګه ګورو.»

 په ورته وخت کې افغانستان کې د ناټو ملکي استازی روان کال کې د سولې اړوند ښو پایلو ته هیله‌مند دی.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، نیکولاس کې څرګندوي:« ناټو دلته د سولې اړوند د افغانانو دهیلو پوره کېدو لپاره مېشته ده. دا یو ډېر تاریخي فرصت دی او هر ځای چې زه ځم، له ښځو، ځوانانو او د مدني غړو او سیاستوالو سره ګورم، وايي، لومړیتوب یې سوله دی.»

دا په وروستیو میاشتو کې کابل ته د آلمان د ځانګړي استازي څلورم سفر دی چې ترسره کوي یې.

 دوحه کې د افغانانو ترمنځ د ناستې لغو کېدو سره اوس مهال آلمان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي.

شریک یي کړئ