Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بین الافغاني ناستې ګډون په موخه چین ته د طالب پلاوي وربلل

د طالبانو یوه ویاند ویلي چې د چین له لوري د یوې بین الافغاني غونډه کې د ګډون په موخه بیجینګ ته ور بلل  شوي دي.

سهیل شاهین زیاته کړې چې د یادې ناستې په تړاو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر،  ملابرادر تېره شپه(سې شنبې د تلې په ۳۰مه نېټه) په دوحه کې د چین له ځانګړې استازي،  دین ژیجون او د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره لیدلي دي.

وسله‎والو طالبانو ویلي دغه ناسته د مسکو او دوحې د خبرو په دوام تر سره کېږي او ټول ګډونوال به يي د خپل شخصي موقفه ناسته کې ګډون کوي.

په همدې حال کې افغان حکومت هم ویلي چې په یاده ناسته کې د ګډون په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د سولې خبرو بیا پیل لپاره خپل سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد به په خپل دې دور سفر کې بلژیک، فرانسې او روسیې ته ځي او په روسیه کې به له خپل چیني او روسي سیالانو سره د افغانستان جګړې د پایته رسولو او دغه راز له وسله والو طالبانو سره د خبرو د بیا پيلېدو په اړه خبرې وکړي.

شریک یي کړئ