Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تادین خان د جنرال رازق د لارې پر تعقیبولو ټینګار کوي

دکندهار پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ورور د هغې دلارې په تعقبولو ټینګار کوي.

جنرال تادین خان چې اوسمهال د خپل ورور ځای ناستې دی وایي د خپل ورور لاره چې د خلکو د امنیت ټینګول وو هغې ته به  دوام ورکړي.

د کب میاشتې نهمه هېواد کې د سرتېري ملي ورځ ده، د دې ورځې په مناسبت مو د کندهار د مخکني امنیه قوماندان، جنرال رازق د په اړه چې په روان کال کې په یوه وسله‎وال برید کې یې ژوند له لاسه ورکړ د هغه له ورور او ځای ناستي، تادین خان سره خبرې کړې دي.

د کندهار امنیه قومندان، تادین خان وايي:«هغه (جنرال رازق) د ولس قهرمان وو، او خلکو ورسره مینه درلوده، ځکه هغې ټولو ته خدمت کړی وو، د افغانستان د خاورې د دښمنانو دښمن وو. هیله ده چې هېواد کې یې لارته تعقیب شي.»

هره ورځ لسګونه کسان د بیلا بیلو ولایتونو څخه کندهار ښار ته د جنرال رازق قبر ته راځي، او هغه ته دوعا کوي.

د کندهار اوسیدونکي وايي هیله لري په خپلې کورنۍ کې د جنرال رازق په څېر کس وروزي.

 د کندهار اوسېدونکی، صنم وايي:« ټول خلک داسې هیله لري چې زوی، ورور او د کورنۍ غړي یې د جنرال رازق په څېر ووسي، خلکو ورسره مینه درلوده.»      

د کندهار اوسېدونکې، رازقه زیاتوي:«زه غواړم زما اولادونه د جنرال رازق په څېر ووسي.»

له جنرال رازق څخه ۱۳ اولادونه چې اووه يې زامن او شپږ يي لوڼې دي، پاته دي.

د جنرال رازق زامن وایي غواړي چې خپل پلار په څېر پوځيان ووسي.

نوموړی درې میاشتې وړاندې د کندهار په ولایت مقام کې له یوې امنیتي ناستې وروسته د والي د یو ساتونکي له لوري په ډزو کې ووژل شو، او مسوولیت یې طالبانو واخیست.
 
هره ورځ لسګونه کسان د بیلا بیلو ولایتونو څخه کندهار ښار ته د جنرال رازق قبر ته راځي، او هغه ته دوعا کوي

شریک یي کړئ