Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تاشکند به د افغانستان سولې ناستې کوربه وي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ(دوشنبې د کب۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویل دي چې د افغان سولې په تړاو د تاشکند نړیواله غونډه به افغان ولسمشر، اشرف غني او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف پرانیزي.

دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په د ۲۶ او ۲۷ نېټې ترسره شي.

یو شمېر ازبکستاني رسنۍ وايي، دغې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فډریکا موغیرني ترڅنګ د چین، روسیې، امریکا، بریټانیا، المان، ایټالیا، فرانسې، ترکیې، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان خارجه وزیران هم رابلل شوي دي.

د ازبکستان خبري آژانس د خبر له مخې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دی:«ازبکستان نه یوازي د تاشکند ناسته د یو ځل بلکې د څو اړخیزو ناستو په توګه افغانستان کې د سولې بهیر دوام مرسته وکړي.»

د افغانستان سولې هڅې په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر غني د کابل بهیر دوهمې ناسته کې وویل که طالبان له سولې سره یوځای شي، نو کولی شي د یوه سیاسي بهیر په توګه ټاکنو کې ګډون وکړي.

د اړوند خبر لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ

ټاکل شوې چې په تاشکند کې د سولې نړیواله غونډه د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو لخوا پرانیستل شي او کابو دوه ورځې به دوام وکړي

شریک یي کړئ