Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تاوتریخوالي کمښت؛ اندرابي: امنیتي ځواکونه د تیارسي په حالت کې دي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې ټاکل شوې د «تاوتریخوالي د کمښت» پېر له پيله د امنیتي ځواکونو عملیات هم ودرول شي. د هغه په وینا د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له همدا اوسه د تیارسي (بیړني) په حالت کې دي.

ښاغلي اندرابي نن (جمعه د کب په دویمه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل که چېرې طالبان په دغه پېر کې په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، امنیتي ځواکونه او همدارنګه په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونه به د طالبانو ځواب ته لاس په کار شي.

هغه زیاته کړه:«د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیارسي (بیړني) حالت کې دي. په ټول افغانستان کې ټولو ځواکونو ته  د تاوتریخوالي د کمښت په اړه لازمې لارښونې شوې دي او ترڅنګ یې د افغانستان د خلکو له مُلکیانو او همدارنګه له نیول شویو ځمکو په ګډون ټول چمتووالی نیول شوی. په هغه صورت کې که چېرې په دغه پېر کې طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هغوی پر ضد په پرېکنده توګه عمل وکړي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرس ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ژمن دي چې د تاوتریخوالي د کمښت له پېره سرغړونه ونه کړي.

د تاوتریخوالي د کمښت اوه ورځنی پېر، نن شپه دولس بجې پیلېږي، په دغه پېر کې طالبان او امنیتي ځواکونه به خپل عملیات وردوي او همدارنګه طالبان به پر لویو لارو، د هېواد پر مهمو مرکزونو به له بریدونو لاس اخلي.

په دې وروستیو کې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کموالي په اړه هوکړه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې د دغه پېر په پای کې، له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک د کب میاشتې په لسمه نېټه لاسلیک شي؛ خو د دغې هوکړې لاسلیک تاوتریخوالي د کمښت پير بریا پورې تړلې ده.

ورته مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د تاوتریخوالي د کمښت پېر د تاوتریخوالي د کمښت په لړ کې د طالبانو د وړتیا او سولې ته د هغوی د لېوالتیا لپاره ازموینه ده. 

شریک یي کړئ