Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمه کې د یوې ښځې صحرايي محاکمه

په تخار کې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمه کې یوه نامسووله وسله‎وال قومندان له خپلو کسانو سره یوه ښځه صحرايي محاکمه کړې ده.

له دغې محاکمې څخه په یوې خپرې شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې څو سړي د ناوړه کلمو له تکرار سره دغه ښځه د خلکو په وړاندې وهي ټکوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، دغه صحرايي محاکمه هغه هم د حکومت د واکمنۍ لاندې سیمه کې، ډېره اندېښمنوونکې بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه وویل:«د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، هر ډول صحرايي محاکمه په کلکه غندي او د دغې مېرمنې محاکمه چې د حکومت د ولکې لاندې سیمه کې شوې، ډېره اندېښمنونکې ده. او موږ له حکومته غواړو چې د دغه کار عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

په تخار کې ځايي چارواکي وايي، چې دغه ۲۲ کلنه مېرمن، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ربات همبین په کلي کې، صحرايي محاکمه شوې او د چاه اب ولسوال ته حکم شوی ترڅو د هغه عاملان ونیسي.

تراوسه د دغې مېرمنې د صحرايي محاکمې انګېزه روښانه نه ده. په همدې حال کې، د ښځو د حقونو ځينې دفاع کوونکي، د دغې مېرمنې صحرايي محاکمه غندي او دا د حکومت لپاره د شرم وړ بولي.

له دې سره جوخت د دین ځینې عالمان، صحرايي محکمه ناروا بولي او د دغې پېښې پر څېړنې ټینګار کوي.

د دین عالم بازمحمد رحماني په دې اړه وايي:«صحرايي محاکمې او په خپل سر اعدامونه په دین او شرعیت کې جواز نه‎لري او ناروا دي.»

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ، د دغه ولایت له امنو سیمو څخه شمېرل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده کله چې زورواکي او وسله‎وال د قانون تر پښو لاندې کولو سره په ناقانونه کړنې لاس پورې کوي؛ ولې د قانون پلي کوونکي لاس په کار شوي نه دي؟

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې، په دغه بنسټ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو د صحرايي محاکمې ۶ پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ