Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې د طالبانو د برید په پایله کې ۱۶ دولتي سرتېري وژل شوي

د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د چاه اب ولسوالۍ په (یتمي تپه) سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوستې د طالبانو د برید په پایله کې ۱۶ سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور یې نادرکه دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور طلوع نیوز ته وايي چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او د دغو ځواکونو مهمات هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

هغه وايي چې تراوسه د شپږو ورک شویو سرتېرو د برخلیک په اړه مالومات نشته.

خو د تخار د امینه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې نادرکه شوي سرتېري ۷ تنه وو او بېرته پیدا شوي دي.

هغه وايي چې دا سرتېري ژوندي دي.

د تخار چاه اب ولسوالۍ، د ینګي قلعه ولسوالۍ په مسیر له سیند سره نښتې ده چې د افغانستان او تاجکستان په پوله موقعیت لري.

شریک یي کړئ