د تخار - بدخشان د لویې لارې په اوږدو کې د مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مسافر وژل شوي او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپيان دي.
د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار (شنبې د لړم په ۱۱مه) د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافر وړونکو یو ۴۰۴ ډوله موټر له کنټروله بهر او چپه شو.
دغه چارواکي د دغې پېښې د ځینو ټپيان وضعیت ښه نه ګڼي.
تراوسه د دغه موټر د چپه کېدو لامل روښانه نه دی.