تخار کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ توغېدو له کبله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند، جواد هجري وايي دا مرمۍ د طالبانو لخوا تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) پر یوه کور توغول شوې ده.
دی زیاتوی چې پېښه تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامله ده.
په داسې حال کې چې طالبانو د شوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي چې د هاوان دا مرمۍ د دولتي ځواکونو لخوا توغول شوې ده.
سیمه ییز چارواکي بیا دا ادعاوې نه مني.