د تخار ولایت امنیتي چارواکي (سېشنبې د کب۸مه) وايي چې تائیدوي چې یوه تازه واده شوې ښځه او د مېړه ورور یې د پولیسو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
د یاد ولایت امنیه قومندان، خلیل اسیر څرګندوي چې پېښه یکشنبې د کب پر ۶مه د مرکز تالقانو درېیمې حوزې سیمه کې شوې.
دی زیاتوي پېښه هغهمهال رامنځته شوې چې پولیسو په سیمه کې د یوه کس مړی موندلی او سیمه د کلابندۍ لاندې وه چې زیانمنه کورنۍ د زرنج موټر په مرسته له سیمې تېرېده او د پولیسو دریدو اشارې ته پام نه دی کړی او له سیمې تښتېدل، خو پولیسو پرې ډزې کړې دي.
ښاغلی اسیر زیاتوي چې په دې ډزو کې د ناوې خواښې هم ټپي شوې ده.
د تخار امنیه قومندان وايي چې د پېښې په تور پنځه تنه پولیس سرتيري نیول شوي دي.