د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو نیم ساعته نښته کې ۹ تنو سیمه ییزو پاڅون کوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه چارواکي زیاتوي چې نښته تېره شپه(د غويي په ۳۰مه نېټه) د یادې ولسوالۍ په لاله ګذر کلي کې شوې ده او په پایله کې یې ۶ سرتېري ټپيان شوي دي.
د چارواکو په وینا چې نښته چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې بریدونه زیات کړي دی.
طالبانو تېره ورځ پر کندز ولایت بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې ۸ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.