Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تراوسه د ارګ او سپيدار ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې نه ده

سره له دې چې تمه کېده د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د ارګ او سپېدار تر منځ بندون او سیاسي ترینګلتیاوې د همدې اوونۍ په لړ کې د سیاسي هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېږي او څو ورځې کېږي چې په دې تړاو د پرمختګونو خبره کېږي. خو تر اوسه له دغو بحثونو او سلامشورو کومه پایله نه ده تر لاسه شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په مهمو او بنسټیزو موضوعګانو هوکړه شوې او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره مهم پرمختګونه شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«ډېر مهم پرمختګونه شوي دي او پر مهمو او بنسټیزو موضوعګانو هوګړه شوې خو ځينې نور جزیات هم شته چې پرې کار کېږي.»

ورته مهال د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو وايي چې د هېواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو، هڅه کېږي چې ژر تر ژره سیاسي هوکړه لیک وروستی شي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وویل:«د پام وړ پرمختګونه شوي دي، هیله لرم چې په نږدې ورځو کې د افغانستان خلکو ته ښه خبرونه ولرو.»

څه باندې یوه میاشت کېږي چې د مخکني ولسمشر په ګډون یو شمېر سیاسي څېرې د دغو سیاسي ترینګلتیاوې پای ته رسولو لپاره د عبدالله او غني تر منځ منځګړېتوب کوي.

دغو منځګړو ته نژدې سرچینې وايي چې تر اوسه دغو هڅو روښانه پایله نه ده لرلې. 

د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود څرګنده کړه:«د هغو هڅو سربېره چې لاهم د سیاسي مشرانو په ځاګړې توګه د پخواني ولسمشر او نورو سیاسي شخصیتونو له خوا دوام لري، لاهم پایله معلومه نه ده.»

له دې ټولو سره سره دولسمشر غني پرون په یوه فرمان کې ضیاالحق امرخېل په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه وټاکه.
 
د پوهنتون استاد آرش شهیر پور وايي:«ولسمشر حق لري چې خپل وزیران معرفي کړي، خو تر دې ځایه په دغه کار کې ځنډ د دې ښودنه کوي چې ولسمشر له ذهني پلوه د دې لپاره چې ځان له ټاکنیز نظام څخه وتلی ولسمشر ونه ګڼي.»

د یو شمېر هېوادوالو په باور افغانستان هم هاله له څو ننګونو لکه جګړې، بې وزلۍ، بې روزګارۍ او کووېډ نولس ناروغۍ سره مخ دی او اشرف غني او عبدالله عبدالله ته د سیاسي اختلافونو دوام د شرم وړ دی.

شریک یي کړئ