Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تراوسه هم ۳۲ ولسي وګړي د وسله‎والو په برمته کې دي

د هغو ۷۰ ولسي وګړو له ډلې چې ۱۰ ورځي وړاندې د ناپېژانده وسله‎والو لخوا تښتول شوي وو تراوسه یې هم ۳۲ تنه یې د یرغمل نیونکو په بند کې دي.

د دغو ملکي کسانو کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې خپلوان یې د دغو سړیتښتوونکو له منګولو څخه خوشي کړي.

اخوا دکندهار ځایي چارواکي وایي چې استخبارتي ادارو د دغو کسانو د پیدا کولو او خوشي کولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

ویل کېږي چې وسله‎والو ۷ تنه برمته شوي کسان وژلي.

د دغو برمته شویو کسانو یوه خپلوانه دلارا وايي:«زما څلور زامن یې را ووژل؛ټول یې پړمخې پراته وو، جامې یې پرې بدلې کړې وې.»

د دغو برمته شویوکسانو د کورنۍ یوه بله غړې شاه ګل هم وویل:«کله چې موږ له کور څخه بهر شو زموږ مړي یې ایښي وو، موږ هغه ونه پېژندل او اوس چې دلته راغلي یوو د خوړلو لپاره څه نه لرو.»

 دغه کورنۍ له حکومت څخه غواړي ترڅو د برمته شویوکسانو د خلاصون لپاره له ځنډ څخه پرته اقدام وکړي او پرې‎نه ږدي چې هغوی هم قرباني شي.

د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی روژه ګل وویل:«زموږ دبندیانو په اړه له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې هغوی ښه پوهېږي چې د پوځي عملیات یا هم له هر بلې لارې چې وي زموږ بندیان ازاد کړي.»

په همدې حال کې د کندهار د امینه قومندانۍ ویاند وايي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د دوی د خلاصون لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني زیاته کړه:«زموږ پلټنې روانې دي ترڅو وکړای شو موقعیت تثبت کړو او امنیتي ځواکونو ته مالومات ورکړو، ترڅو هغوی وکړای شي په نوموړې سیمه کې عملیات ترسره کړي.»

که کلي چې دغه ولسي وګړي له هغوی تښتول شوي دي، د کندهار – ارزګان لویې لاریې ته‎څېرمه موقعیت لري.که‎څه هم د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه یرغمل نیول د طالبانو کار دی، خو طالبانو دغه ادعا نه مني.

۱۰ ورځې وړاندې ناپېژانده وسله‎والو کابو ۷۰ ولسي وګړي یې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ له «ماڼو» او «چاړ» کلیو څخه برمته کړل. د هغوی ۷ تنه ووژل شول، ۳۰ تنه یې ازد کړل شول او ۳۲ تنه تراوسه هم د هغوی په بند کې دي.

شریک یي کړئ