Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکمنستان له پاکستانه غوښتي چې د ټاپي پرژوې کار پیل کړي

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د ترکمنستان چارواکو د جمعې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.

 د ټاپي غازو نل‎لیکې شرکت اجرايي رییس محمد میرات امانوف د پاکستان د نفتو وزیر غلام سرورخان سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۹ کال مارچ کې پاکستان د ټاپي پروژې پرانیستغونډه جوړه او تر راتلونکي کاله د نل‎لیکې د غځولو کار پیل کړي.

په دغې لیدنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې او د متقابلې همکارۍ په اړه سره بحث وکړ.

ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د څلورو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو له خوا پرانیستل شوه او د دغې پروژې د ترکمنستان د برخې کار د تېر کال د کب په میاشت کې هرات ولایت ته ورسېد.

د ټاپي د غازو نل‎لیکې ټولیز اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومټره دی او دا نل‎لیکه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان غاز لېږدوي.

دغه نل‎لیکه همدارنګه د ۸۱۶ کیلومټرو په اوږدوالي له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه تېر او همدارنګه د پاکستان له کوټې او ملتان څخه هند ته رسېږي.

افغانستان کې د ټاپي پروژې نل‎لیکه د هرات - کندهار لویې لارې په اوږدو کې غځېږي او له هغې وروسته د پاکستان له کوټې او ملتان څخه تېر او د هند فزیلکا ښار ته رسېږي.

د دغې پروژې ټول لګښت ۲۲ مېلیارده او ۵۰۰ مېلیونه ډالر دی. د هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دغې پروژې کار به تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې بشپړ شي.

ګټې اخیستو ته د ټاپي پروژې له سپارلو وروسته به افغانستان له دغې پروژې د کافي غازو د اخیستو سربېره، څه باندې ۴۰۰ مېلیون ډالر د ټرانزیټ حق په توګه هم ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ