Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترک توکمو په بلخ کې خپل اعتراضونه پای ته ورسول

ځينو ترک توکمو چې له نهو ورځو راهیسې یې د بلخ ولایت مقام مخې ته د پرلت کیږدۍ درولې وه، خپل پرلت یې پایته رسولی دی. 

دوی په بلخ کې د وسله والو کسانو لخوا د یوه ځوان وژل کېدو غبرګون کې د بلخ ولایت مقام مخې ته پرلت کړی وو، او تر هغه وروسته له پرلته لاس په سر شوي چې له کابله یو حقیقت موندونکی پلاوی د دې پېښې د څېړنې لپاره بلخ ته ورغلی دی. 

د بلخ والي ویلي ، دا انسان تښتونکي د یوې مافیایي ډلې غړي دي او ژر تر ژره به ونیول شي.

دغو اعتراض کوونکو د بلخ د والي د دفتر له مخې د اعتراض خیمه ټوله کړه او وايي خپل اعتراض یې له هغې وروسته پاي ته ورساوه چې د ولسمشر د سلاکار په ګډون د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست یو پلاوی له کابله ورغلی وو او له هغوي سره یې ژمنه وکړه چې سړي تښتونکي به پيدا او به نیول شي.

معترض، عبدالغفار دهقان وايي:« موږ له دوی سره(حقیقت موندونکې دلې) کیناستو، تفاهم مو وکړ، د بلخ خلکو عمومي ستونزې مو ورسره شریکې کړې، دوی موږ سره قوي ژمنې وکړې.»

معترض محمد کمال ګونش زیاتوي:« که ونشي نو موږ به مواصلاتي لارې وتړو.»

په بلخ ولایت کې د ناامنیو او جنایي جرمونو د زیاتوالي په اړه له اعتراضونو وروسته اوس د دغه ولایت والي په پولیسو او د ملي امنیت په ځواکونو کې د یو لړ اصلاحاتو د راوستو خبر ورکوي.

د بلخ والي، محمد اسحاق رهګذر وايي:«تښتوونکي رذیل یوه ډله ده چې انشاالله ژر بهونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

هغه بلخ کې د جنايي جرایمو زیاتوالي ته په کتو وايي چې د پولیسو او ملي امنیت بنسټونو کې به بدلونونه راوستل شي:«هم د ملي امنیت او هم د پولیسو په برخو کې بدلونونه راځي.»

د بلخ د پولیسو د شمیرو له مخې په تیرو شپږو میاشتو کې په نوموړي ولایت کې څه د پاسه ۷۰۰ جنایي پيښې شوې دي.

تر ټولو مهمې پيښې یې وژنې، سړي تښتونې، وسله والې غلاوې او د نشه يي توکو قاچاق دی. 
 
دغو معترضو له هغې وروستۍ خپل پرلت پای ته ورسوه چې د دغې ستونزې د څېړنې لپاره له کابل څخه یو حقیقت موندونکی پلاوی بلخ ته ولاړ.

شریک یي کړئ