Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تر۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې دافغان امنیتي ځواکونو پر تمویل دناټو هوکړه

د ناټو مشران به سبا پنجشبنې (د چنګاښ ۲۱ مه) تر ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې له افغانستان سره د دغه سازمان پوځي او مالي مرستې وروستۍ کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې په افغانستان کې د نړیوالۍ ټولنې پاتې کېدل د افغانستان د ملاتړ د دوام په مانا دی ترڅو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې بریالي کېدای نه شي.

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او د دې سازمان د لسو همکارو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ بروکسل کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پيل کړه. د افغانستان جګړه ددې ناستې په اجنډا کې ده.

د ناټو سرمنشي د غونډې په پیل کې اعلان وکړ د سیمه‎يیزو ځواکونو روزنې ته پاملرنه او له دغو پوځیانو د ملاتړ دوام په نړۍ له هغې ډلې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تر ټولو ښه لار ده.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل:« زه ډاډمن یم چې موږ به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګامونو د پورته کولو په اړه هوکړې ته ورسېږو، په عراق کې د نوي روزنیز ماموریت پیل او همداراز له افغانستانه دوامداره ملاتړ به د دې هوکړې یوه برخه وي، ځکه موږ باور لرو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تر ټولو ښه لار د سیمه‎يیزو ځواکونو روزل دي.»

اخوا د المان لومړۍ وزیره انګلا مېرکل وايي چې موږ په افغانستان کې د دغه سازمان په چوکاټ کې په پياوړې توګه دخیل یوو.

اغلې مېرکل زیاته کړه:« تر ننه موږ په افغانستان کې په پیاوړي توګه دخیل یوو او په دې ماموریت سره موږ د امریکا له ګټو هم دفاع کوو.»

د پنجشنبې په ناسته کې به د ناټو مشران تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو د څه باندې څلورمېلیارد ډالرو د ورکولو پرېکړه وروستۍ کړي.

د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې ناټو غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي باید د ترهګرو اصلي ځالو ته چې له افغانستان څخه بهر دي رسېدنه وکړي.»

د دې ترڅنګ ناټو غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له درېیو، شپږو زرو ته زیات کړي.

په دې لړ کې به د بریټانیې لومړۍ وزیره په دغه ناسته کې په رسمي توګه اعلان وکړي چې ۴۴۰ نور بریټانوي پوځیان به افغانستان ته راولېږي ترڅو د دغو ځواکونو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته ورسېږي.

افغانستان ته د ناټو د نویو سرتېرو له راتګ سره به په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر شلو زرو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ