Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ته‎ینج:جنرال دوستم افغانستان ته د راستنېدو لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان د اسلامي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د د دغه ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم، په ترکیه کې خپل پروګرامونه پای ته رسولی او اوس چمتووالی نیسي چې کابل ته راستون شي.

نېږدې ۶ میاشتې کېږي چې د هېواد دویم کس ترکیې ته تللی او لا نه ده مالومه چې کله به بېرته هېواد ته راستنېږي.

هغه د جمعې پر ورځ، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي او د جنبش ملي ګوند د ویاند په وینا، دا د جنرال دوستم وروستی پروګرام وه او هېواد ته د راستنېدو لپاره چمتو دی.

ته‎ینج په دې اړه وویل:«د محصلینو زیاتوالی او په ترکیه کې د افغان کډوالو قانوني کېدل او د افغانستان په ټولو موضوعګانو کې د یوه ځواکمن لوبغاړي په توګه د ترکیې پاملرنه، هغه ویناوې وې چې وشوې. دا برخه د مرستیال صاحب د اجنډا پای دی او اوس جنرال افغانستان ته د راتلو لپاره چمتووالی نیسي.»

هېواد ته د ولسمشر د دویم مرستیال د راستنېدو خبرې په داسې مهال کې کېږي چې د احمد ایشچي قضیې په اړه د څارنولۍ پلټنه لا هم پای ته نه ده رسېدلي.

د حقوق پوهانو د ټولنې غړی وحیدالله فرزه‎يي په دې اړه څرګنده کړه:«لویه څارنوالي کولای شي هغه تورنونه چې په لومړي مرستیال پوري دي، وڅېړي. خو محکمه نه‎شي کولای د هغه په اړه حکم صادر کړي او اړتیا ده چې یوه ځانګړې محکمه جوړه شي.»

تر دې وړاندې یوې ابتدايي محکمې د جنرال دوستم ۷ تنه ساتونکي په ۸  کاله بند محکوم کړل.

د جنرال دوستم په نشتون کې د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ د څوکۍ برخلیک هم مالوم نه دی او دې موده کې د دفتر زیات واکونه یې هم سلب شوي وو.

ښاغلی دوستم له هغې وروسته ترکیې ته ولاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي او د ښاغلي دوستم یو سیاسي سیال، پر هغه تور پورې کړ چې د ولسمشر د ولومړي مرستیال او ساتونکو له خوا یې جنسي ځورول شوی دی.

شریک یي کړئ