Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ته ینج:سیاسي هوکړه کې دوستم ته د مارشالي رتبې ورکړه اړینه ده

د جنرال عبدالرشید دوستم ویاند وايي چې د ګډ ملي حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ ربتې ورکړه حتمي ده.

د ښاغلي دوستم بشیر احمد ته ینج وايي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ښه خبرونه په لار کې دي او اوس هغوی تمه لري چې د ښاغلي جنرال دوستم واکونه مشخص شي.

ښاغلي ته ینج په دې اړه وویل:«مارشالي، کېدونکي دي او زه مخکې له مخکې تاسو ته مبارکي درکوم او ښه خبرونه دي او انشاالله په راتلوونکو ورځو کې تاسې په جریان کې اچوو.»

پنځه ورځې مخکې عبدالله عبدالله د یوه توافقې حکومت لپاره خپله نوې طرحه چې له هغه «د کډ ملي حکومت» په نوم یاد شوی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په منځ ارګ ته واستوه. خو تراوسه د دغې طرحې د وروستي کېدو په اړه کوم خبر نشته او ولسمشرۍ ماڼۍ هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وايي تمه لري چې ډېر ژر دغه طرحه وروستۍ شی او یو داسې حکومت چې په ملي او نړیواله کچه معقول وي رامنځته شي.

هغه زیاته کړه:«هیله لرو چې په راتلوونکو ورځو کې موږ د دغه هوکړه لیک د وروستي کېدو شاهد واوسو، چې د هغه پر بنسټ ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او دا حکومت ملي او نړیوال معقولیت ولري.»

ظاهراً سیاسي شخړو د سولې پر بهیر هم سیوری غوړولی دی.

د طالب ډلې ځینې پخواني غړي هم وايي چې دغه ډله حاضره نه ده، له داسې پلاوی سره مذاکره پيل کړي چې پر ترکیب یې د سیاستوالو اختلاف وي.

د طالبانو د وخت لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«طالبان حاضر نه دي چې دننه په هېواد کې له یوه اختلافي پلاوي سره د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل کړي.»

خو ځينې نور هېوادوال وايي چې سیاستوال د واک تږي دي او د خپل شخصي ګټو په پار چانې وهي.

د مدنې ټولنې فعال حفظ اخګر په دې اړه وویل:«تر هغې چې دوی (سیاسي مشران) پر خپلو ګټو هوکړه ونه کړي، د خلک درد، رنځ، د کورونا ناوړه شرایط او کړکېچ په هېڅ ډول په پام کې نه نیول کېږي.»

د کابل اوسېدونکی احسان حیدر هم وايي:«موږ نه شو کولای چې له دوی (سیاسي مشران) له حده زیاته تمه ولرو ځکه چې موږ عملاً موږ ولیدل چې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره حاضر دي چې هر ډول کړکېچ رامنځته کړي.»

له دې ټولو سره سرچینې وايي چې د عبدالله او اشرف غني ترمنځ له هوکړه لیک وروسته به، د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني له ځينو نور کسانو سره، له عبدالله عبدالله او اشرف غني سره خپل سیاسي پرېکون اعلان کړي. 

پنځه ورځې مخکې عبدالله عبدالله د یوه توافقې حکومت لپاره خپله نوې طرحه چې له هغه «د کډ ملي حکومت» په نوم یاد شوی، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په منځ ارګ ته واستوه.

شریک یي کړئ