Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تورسن: د ولسمشرۍ پر څوکۍ له ناستي مخکې به ۳۰ سلنه سوله تامین کړم

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حکیم تورسن وايي که‎چېرې په ټاکنو کې بریالی شي، د ولسمشرۍ پر څوکۍ له ناستي مخکې به هېواد کې ۳۰ سلنه سوله تامین کړي.

ښاغلی تورسن وايي چې دم‎ګړۍ له ځينو طالبانو سره په مذاکره کې دی:«په مذاکره او مفاهمه کې یوو؛ د هغوی ځينې حاضر شوي چې ما ته تسلیم شي؛ یعنې زه د افغانستان له خلکو استازیتوب کوم.»

هغه خپلې بریا ته هیله‎من دی او وايي چې د غني او عبدالله به د هغه په حکومت هېڅ ځای ونه لري.

هغه وايي:«کله چې ما په دې کار پیل وکړ(ځان مې نوماند کړ) د افغانستان ټول خلک پوهېږي چې زه نه غاصب یم او نه هم مفسد او نه هم د کوم هېواد جاسوس، خلکو له ما سره همکاري وکړه زه له ټولو خلکو منندوی یم ما ته یې ۱۸۸ زره تذکرې راوړې؛ په خپله یې تذکرې راغونډې کړې او موټر یې کرایه کړ او رایې وړې.»

نوموړی وایي نه شتمني لري او نه هم د کوم هېواد لخوا تمویلیږي او د خلکو په مرسته یې دې کار ته ملا تړلې ده.

هغه په حکومت کې ځینې کړۍ او همداراز یو شمېر سیاسي مشران فاسد بولي او وايي که په ټاکنو کې بریالی شي کړکېچ به پای ته ورسوي.

محمد حکیم تورسن وايي:«هېڅکله هم نه! نه ښاغلی غني او نه هم ښاغلی عبدالله، «د چاینکي پخوونکي شادګر» ته هم اجازه نه ورکوم؛ اوس تاسو ته وایم، نه یوازې د غني ډلې، حتا غاصب، فاسد او مفسد او د کوم هېواد جاسوس ته چې په راتلوونکي کې زما په ګټه هم تېرېږي، نه من.»

د ښاغلي تورسن پلویان وايي د هغه د بریالي کېدو لپاره به هېڅ راز مرستې ونه سپموي.

د تورسن یو تن پلوی بهیر امرخېل وايي:«د هغه لپاره قوم او ژبه مطرح نه ده؛ د هغه لپاره یوازې وطن او ملي ګټې مهمې دي او موږ ځينې ځوانان کار کوو چې په یو ډول هېواد ته مو خدمت کړې وي.»

ښاغلی تورسن ۶۴ کلن دی او د کابل په عاشقان وعارفان سیمه کې نړۍ ته راغلی، له کابل پوهنتونه فارغ شوی او په ازبکستان، روسیې او جرمني کې یې د استخباراتو په برخه کې زده کړې کړې دي. 

حکیم تورسن، ۶۴ ساله است و در عاشقان و عارفان کابل به دنیا آمده است. وی دانش آموختۀ دانشگاه کابل است و در بخش استخبارات در ازبیکستان، روسیه و آلمان تحصیل کرده است.

شریک یي کړئ