Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

توره چهارشنبې؛ هغه ټپونه چې هېڅ مرهم یې درملنه نه ده کړې

درې کاله مخکي د «مرغومې په۳۰ مه نېټه» د طالبانو په یوه ځانګري برید په پایله کې د موبي ګروپ اوه کارکوونکي ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول.

د ۱۳۹۴ کال د مرغومې په ۳۰ نېټه ماښام مهال، د طالب ډلې یو ځانمرګي بریدګر د دارالامان په واټ د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد یو بس په نښه کړ.

محمدحسین، سید جواد، زینب میرزایي، مریم ابراهیمي، مهري عزیزي، حسین امیري و محمدعلي محمدي د موبي ګروپ هغه کارکوونکي وو چې په دغه برید کې ووژل شول.

د تورې چهارشنبې د قربانیانو په درېیم تلین کې د دغو قربانیانو کورنۍ د هېواد د ناڅرګنده راتلوونکي په اړه اندېښمنه څرګندوي.

دغه کورنۍ زیاتوي د دې سربېره چې خپل د کورنیو غړي درې کاله مخکې له لاسه ورکړي، خو تراوسه هم د هېوادوالو او رسنیو په وړاندې ګواښونه پر خپل ځای دي.

د مهري مور او پلار له تېرو درې کلونو راهیسې د خپلې لورکۍ په وېر کې دي. دوی د هغې نوم یوازې ژوندی ساتلی او د مهري نوم یې پر خپلې لمسې اېښی دی.

مهري عزیزي چې په موبي ګروپ کې د ګرافيک په برخه کې له پنځو کلونو راهیسې کار کاوه، له زینب میرزايي او مریم ابراهیمي سره چې هغوی هم د موبي ګروپ د دوبلې برخې کارکوونکي وو، د طالبانو لخوا د دوی پر لېږدونکي موټر د ځانمرګي برید په پایله کې ژوند وبایلود.

د مهري عزیزي پلار ګل محمد څرګنده کړه:«هېواد کې د وضعیت ښه‎والي لپاره هیله نه لرم هره ورځ خپل ځوانان له لاسه ورکوو، الله دې هېواد کې یوه سوله راولي.»

د محمد علي محمدي اوویا کلن پلار له خپلو دوو لمسیانو سره چې د زوی یادګار یې دي، ژوند کوي.

د محمد علي محمدي پلار وویل:«هېڅ مې نه هېرېږي. ځکه چې هغه یو ډېر ښه هلک و، یوه ورځ مې له هغه بده خبر نه وه اورېدلې، هره پنجشنبې زیارت ته یې ورځم، که‎چېرې هوا ښه وي دغه نجونې هم له ځان سره بیایم.»

دا اوویا کلن سپین ږیری د خپل زوی د یتیمانو او د هغه د ځوانې مور پالوونکی او ساتوونکی دی.

د محمد علي محمدي لور سنا وايي:«خپل پلار ته دعا کوم.» 

د محمد علي محمدي بله لور ستایش هم وویل:«د قبر تیږې یې مینځم.»

محمد حسین، سید جواد او حسین امیري د موبي ګروپ نور کارکوونکي وو چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومې په دېرشمه نېټه پر رسنیو تر ټولو د خونړي برید قربانیان شول. 

د تورې چهارشنبې یو له ټپیانو حسین شفايي څرګنده کړه:«قرباني مو ورکړه خو مخته ځو، له تېر نه هم ډېره هڅو کوو، راتلوونکي ته ډاډمن او هیله لرونکي وو.»

له دې پېښې وروسته روان لمریز کال د کابل په شش درک کې د رسنیو پر همکارانو بل خونړی برید وشو چې په پایله کې یې ۹ خبریالان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. 

دا برید پر افغان خبریالانو تر ټولو خونړی برید شمېرل کېږي. خو دا پېښې پای ته و نه ورسېدې، بلکې له دې وروسته هم په یوه چاودنه کې د طلوع نیوز یو خبریال او یو تصویر اخیستونکې ژوند بایلود.

موبي ګروپ د ملي یووالي حکومت له پیله تراوسه د ترهګریزو بریدونو په پایله کې خپل ۱۱ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ