تکړه او نامتو افغان خبریال مجاهد کاکړ، چې له کلونو راهیسې له سرطان ناورغۍ سره لاس او کرېوان و، نن دوشنبې د المان په یوه روغتون کې ومړ.
مجاهد کاکړ له دې مخکې چې په سرطان ناروغۍ اخته شي د طلوع نیوز د رییس په توګه کار کاوه. هغه همدارنګه د سیاسي بحثونو او پروګرامونو کوربتوب هم کاوه.
کاکړ په ۱۳۹۳ کې د «یو عمر خبریالۍ لاسته راوړنې» جایزه هم د ازادو خبریالانو د مرکز له خوا ترلاسه کړه.
د هغه کورنۍ وايي چې کاکړ صاحب له څو کلونو راهیسې له سرطان ناروغۍ سره په مبارزه کې و.