Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېروتنې هوايي برید کې۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې چې تېروتنې سره یې افغان ځواکونه په نښې کړي، ۹ تنه سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰تنه نور ټپيان دي.

دا پېښه (یک‎شنبې د تلې۹مه) هغه‎مهال شوې ده چې ام‎ډي۳۰ ډولې د افغان ځواکونو الوتکې په تېروتنې سره سیمه بمبار کړې ده.

ویل کېږي چې په وژل شویو کې د ملي امنیت یو سرتېر، د ملي اردو یو  او د سیمه‎ييزو پولیسو ۷ سرټېري شامل دي.

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک پېښه تائيد کړې ده، خو امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتونو نوې تګ‎لارې تر اعلان وروسته هوايي بریدونه د ترهګرو پر وړاندې زیات شوي دي.

د هلمند ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په تېروتنې سره هوايي برید له کبله ۹تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ