Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو درېیو میاشتو کې ۲۳۰زره کیلوګرامه نشه‎یي توکي کشف شوي دي

له نشه یې توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي، د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې ۲۳۰ زره کیلووګرامه نشه یې توکي، څه باندې ۴۷ زره کیلوګرامه کیمیاوي مواد او ۴۷ زره لیټره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.

د دغه مرکز په وینا، په همدې تړاو یې د ۱۳ میرمنو په ګډون۲۳۰ قاچاق‎وړونکي هم نیولي دي.

د یاد مرکز ویاند، خالد موحد وايي:«د هيروئینو ډولنه د دې قضیو په تړاو ۵۶۸کیلو ګرامه، مورفین۳۸۰۰، تریاک له ۶۴۰۰زرو څخه زیات، چرست کابو ۲۱ ټنه، په همدې ډول ۱۴ کیلو ګرامه ښیښه، کیمیاوي جامد مواد ۴۷ ټنه کشف او ضبط شوي دي.»

په همدې حال کې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د یاد مرکز د استیناف ابتدايي محکمې ۱۷۹ کسان چې په دې ډله کې  یوه میرمن هم شامله ده، د نشه يي توکو ۱۳۶ د قاچاق په جرم له یو تر شل کلونو پر بند محکم کړي دي.

ښاغلی موحد په دې اړه وايي:«هغه قضیې چر ترلاسه شوې دي، په ډله کې یې ۱۳ تنه مېرمنې دي، دوه تنه یې بهرني وګړي دي او نهه یې د عامه خدمتونو موظفین دي او د نیول شویو کسانو له ډلې ۶۷ تنه یې هغه کسان دي چې د حامد کرزي هوايي ډګر څخه یې هېروئین هندوستان او سعودي عربستان ته لېږدول.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه، یونس فکر څرګندوي:«سره له دې چې کار کېږي، خو بیا هم هېڅ ګټه نلري.»

په دغو درېیو میاشتو کې کابل د یاد مرکز د نشه يي توکو د ۹۱ او ننګرهار د ۳۳ جرمنو په لومړۍ کرښه کې ځای لري.

مسوولین وايي، په لوګر، دایکندي، نورستان، پنجشیر، وردګو، سرپل، پکتیا، ارزګان، کنړ، غور، غزني، فاریاب، بامیانو او بادغیس کې د نشه يي توکو د نیولو په رابطه هیڅ پيښه نده ثبت شوې.

د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د یاد مرکز د استیناف ابتدايي محکمې ۱۷۹ کسان چې په دې ډله کې یوه میرمن هم شامله ده، د نشه يي توکو ۱۳۶ د قاچاق په جرم له یو تر شل کلونو پر بند محکم کړي دي

شریک یي کړئ