Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو نهو کلونو کې کابو ۶۰ زره ملکي کسانو ته مرګ‎ژوبله اوښتې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په تېرو نهو کلنو کې په افغانستان کې څه باندې ۶۰ زرو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دغه کمیسیون رئیسه، سیما سمر د یوه نوي راپور د پایلو د اعلان پر مهال په جګړه کې د ملکیانو د ژغورنې د څرنګوالي په اړه وایي، له نهو کلنو راهسې شاخوا ۲۳ زره او ۱۰۳ ملکیان وژل شوي او څه باندې ۴۰ زره او سل تنه ټپیان شوي دي.

د اغلې سمر په خبره په دغو قربانیانو کې ۴ زره او ۷۷۹ ښځې او ۴ سوه او ۶۵ ماشومان دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په خبره په جګړه کې د ملکیانو د ۵۹ سلنې تلفاتو مسوول د افغان حکومت مخالف وسلوال دي بل خوا بیا د لس سلنې تلفاتو مسوول افغان دولتي ځواکونه او بهرني سرتیري ښودل شوي دي.

د دغه کمیسیون مسوولین وایي، د ملکیانو د ۱۹ اعشاریه ۵ سلنې تلفاتو مسوول ناپېژانده وسلوال او د لس سلنې تلفاتو مسوول هغه توغندیز بریدونه دي چې د هېواد په سرحدي برخو کې د ګاونډیو هېوادونو او یا هم د ناپېژاندو ډلو لخوا توغول شوي دي.

د دې بنسټ د تازه خپرې شوې څېړنه ښیې چې څلور زره ۷۷۹ ښځې او ۱۱۴۶۵ ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې دي

شریک یي کړئ