Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو پنځو میاشتو کې طالبانو ۲۶۰۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د امنیتي بنسټونو د هغو شمېرو پربنسټ چې طلوع نیوز ترلاسه کړي، د سولې هوکړه لیک له لاسلیک یوه میاشت مخکې او له هغې څلور میاشتې وروسته، په هېواد کې د طالبانو د تاوتریخوالي په لړ کې ۲۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو شمېرو پربنسټ چې طلوع نیوز د هغه یوې نسخه ترلاسه کړې ده، یوازې د غوايي میاشتې په حلورمه اوونۍ کې، څه باندې ۳۷۰ ولسي وګړي په هېواد کې وژل شوي او یا ټپيان شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې، د تېرکال په سلواغې میاشت کې چې لا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې نه وه؛ په یاده میاشت کې د تاوتریخوالو له امله د ولسي وګړو د مړه شویو او ټپيانو شمېر، په لومړۍ اوونۍ کې ۷۱، په دویمه اوونۍ کې ۱۰۴، په درېیمه اوونۍ کې بیا هم ۷۱ او په څلورمه اوونۍ کې ۱۰۵ تنه وو.

د تېر کال په کب میاشت کې چې په لسمه ورځ یې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، په لومړۍ اونۍ کې ۷۶ ولسي وګړو، په دویمه اونۍ کې ۱۰۷، په درېیمه اونۍ کې ۲۶۱ او په څلورمه اونۍ کې ۱۰۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روان کال په وري میاشت کې بیا په لومړۍ اوونۍ کې ۱۴۳ تنو، په دویمه اوونۍ کې ۱۳۲، په درېیمه اوونۍ کې ۹۴ او په څلورمه اوونۍ کې ۱۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غوايي میاشت کې بیا په هېواد کې د روانو تاوتریخوالو له امله په لومړۍ اوونۍ کې ۸۸ تنو، په دویمه اوونۍ کې ۱۰۰ تنو، په درېیمه اوونۍ کې ۱۰۵ تنو او په څلورمه اوونۍ کې بیا ۳۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غبرګولي میاشت کې بیا په لومړۍ اوونۍ کې ۹۲ تنو، په دویمه اوونۍ کې ۱۷۸، په درېیمه اوونۍ کې بیا ۸۷ او په څلورمه اوونۍ کې ۲۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د فرانسې سفیر ډېوېډ مارټینون وویل:«موږ روان تاوتریخوالی ګورو چې ښايي د جګړې له پیله په تر ټولو لوړه کچه کې وي. هره اوونۍ شاوخوا ۲۰ بریدونه وینو چې په دې فصل کې له منځنۍ کچې بریدونو هم ډېر دي. دا وېرونکې ده او موږ یې غندو. دومره تاوتریخوالی ګټه نه لري او هغه فضا چې د خبرو د پیلېدو لپاره باید جوړه شي، خرابه وي.»

د دغو شمېرو له مخې، په دې پنځو میاشتو کې د تاوتریخوالو له امله ولسي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د تېر کال په کب او د روان کال په غويي میاشتو کې اوښتې ده. د کب پر شپاړسمه، څه باندې ۱۸۰ ولسي وګړو او همداراز د غويي پر ۲۳مې څه باندې ۱۶۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې دوو ورځو کې په کابل کې د عبدالعلي مزاري پر یاد غونډې او د دشت برچي پر سل بستریز روغتون بریدونه هم شوي او د دواړو بریدونو مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې د امنیتي بنسټونو د شمېر په یوې بلې برخه کې راغلي وو چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له لاسلیک کېدو یوه میاشت مخکې او تر هغې ۴ میاشتې وروسته طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۵۹۰۰ بریدونه کړي او په همدې موده کې دولتي ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموریت په ملاتړ بیا د طالبانو پر وړاندې نږدې ۱۶۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

طالبانو لا تر اوسه د امنیتي بنسټونو د دغو شمېرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دغو شمېرو له مخې، په دې پنځو میاشتو کې د تاوتریخوالو له امله ولسي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د تېر کال په کب او د روان کال په غويي میاشتو کې اوښتې ده.

شریک یي کړئ