Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۱۰ کاله او افغانستان کې له سلو زرو ډېره ملکي مرګ ژوبله

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) وايي چې تېرو لسو کالو کې افغانستان کې له سلو زرو ډېر ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

یوناما پنج شنبې(د مرغومې په ۵مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې دا بنسټ د ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې د ملکي کسانو مرګ ژوبله په منظم ډول مستند کوي.

خبرپاڼه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي، تدامیچي یوماموتو هغه څه چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی ښیې، په اړه یې اندېښنه ښودلې ده او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې چې خپلې غوښتنې دې د خبرو له لارې مطرح کړي.

هغه د افغانستان لپاره سوله مهمه بولي او افغانستان کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې تامین لپاره دې مخامخ خبرې پيل کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي همداراز افغانستان کې د سولې له هڅو هرکلی کړی او چې د ښځو او ځوانانو په ګډون ،دافغانانو په مشرۍ  بین الافغاني خبرې اترې د سولې د بهیر او د سولې د روانو هڅو لپاره اړینې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال تلې میاشتې کې د یوناما خپور شوی راپور ښیې له جنوري تر سپټامبر پورې دوه زره ا و ۵۶۳ تنه ملکی کسان وژل شوي او پنځه زره او ۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز د سولې خبرو په برخه کې له هڅو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه له دې هڅو ملاتړ کوي

شریک یي کړئ