Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۲۴ساعتونو کې داعش وسله‎والو په ګډون د ۲۲ترهګرو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت نن(یک‎شنبې د کب۲۰مه) وايي چې د تېرو څلورویشتو ساعتونو په موده کې افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو پوځي عملیاتو کې ۲۲ ترهګر وژلي دي.

دا عملیات د هېواد په بېلابيلو سیمو کې ترسره شوي دي.

دا وزارت وايي چې په وژل شویو ترهګرو کې د داعش ډلې وسله‎وال هم شامل دي.

افغان ځواکونو د لغمان ولایت مرکز بسرام سیمه کې شپږ وسله‎وال وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې د ننګرهار ولایت په نازیانو او کامې ولسوالیو کې ترسره شوي دي د داعش ډلې ۶ غړي وژلي او یو شکمن کس یې نیولی دی.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت په هلمند ولایت کې هم د ملي اردو پوځي عملیاتو خبر ورکوي.

دا وزارت وايي چې د یاد ولایت په نهرسراج، نادعلي او واشېر ولسواليو کې کابو ۱۰ وسله‎وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې عملیاتو کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.

د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو ځمکنیو او هوايي پوځي عملیاتو کې یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ