Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۴ ورځو کې کندز او فراه کې څه باندې سل دولتي ځواکونه وژل شوي

د طلوع نیوز شمېرې ښيي چې په تېرو څلور ورځو کې، یوازې په کندز او فراه ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰ دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

له دې ډلې کابو ۵۰ تنه له دغو ځواکونو په فراه ولایت کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې وژل شوي دي.

د فراه ولایت اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې جګړې زور اخیستی او د طالبلانو او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.

په فراه ولایت کې قومي مشر عبدالستار حسیني په دې اړه وویل:«هغه چارواکي چې دلته دي، هغوی د جګړې د شنډولو وس نه لري، تېره شپه د ګنکان سیمې ته ۲۰۰ تنه راغلل او برید یې وکړ.»

بلخوا کندوز هم دې له ورته برخلیک سره مخامخ دی.امنیتي سرچینې وايي، دوه شپې وړاندې د دشت ارچي په پل مومن کې د طالبانو بریدونو کې له څلوېښتو د زیاتو سرتېرو مړینه د امنیتي مسوولانو د غفلت پایله وه.

 د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وویل:«د کندز اوضاع سخته اندېښمنوونکې ده. په کندز کې د دویم ځل پرځېدو وروسته تراوسه په وضعیت کې هېڅ ډول ښه‎والی نه دی راغلی.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په نهو ولایتونو کې، عملاً د دولت او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

بلخوا پخواني نظاميان نیوکه کوي چې لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال او د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس تر جګړې لاندې ولایتونو کې د وضعیت د کنټرول پر ځای، لس ورځې کېږي چې فاریاب کې پراته دي.

هغه فاریاب چې له څو ورځو راهیسې په کې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو نه وروسته د ملي جنبش ګوند د پلویانو لاریونونه روان دي.

که څه هم د وروستي وضعیت په اړه د کورنیو چارو وزارت د نظر په اخیستو بریالي نه شوو خو دفاع وزارت بیا وايي چې په تېره اوونۍ کې یې سلګونه مخالفاتو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش په دې اړه وویل:«په تېرو درې ورځو کې، موږ د دښمن څه باندې ۵۰۰ تنه د جګړې له لیکو بهر کړل. خو له بده مرغه په هېواد کې جګړه ده.»

پخواني نظاميان وايي، تر څو ملي ځواکونه په جګړه کې سم مدیریت نه شي او سرتېرو ته یرغلي روحیه ور نه کړل شي، امنیتي ګواښونه او د ملي ځواکونو مرګ ژبله به تر هغو راکمه نه شي.

د کندز او فراه ترڅنګ په دې ورځو کې غزني، ننګرهار، ارزګان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل او پکتیا ولایتونه هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد وو.

په داسې حال کې چې د هېواد په نهو ولایتونو کې جګړه روانه ده، لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال او د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس په فاریاب کې د وضعیت په څېړلو بوخت دي.

شریک یي کړئ