Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر کال کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې کچه بې‎ساري زیاته شوې

نن دوشنبې (د ۱۳۹۵ د سلواغې۱۸مه) ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تېر کال په ترڅ کې د ملکې کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه خپلې شمېرې د یوې ناستې په ترڅ کې خپرې کړې او تېر یوه کال کې یې د ملکې کسانو د مرګ ژوبلې کچه زیاته وښوده.

په داسې حال کې چې ملکي تلفات په ۲۰۱۶ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي، ملګري ملتونه له ښکیلو ډلو غواړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د بندیدو لپاره ژر اقدامت تر سره کړي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکیلو ډلو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د بندیدو لپاره چټک ګامونه پورته کړي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ننني نوي خپور شوي رپوټ له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د لوړې کچې په ګډون، ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

یاد رپوټ ۱۱۴۱۸ د جګړې اړوند ملکي تلفات ثبت کړیدي، چې ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او۷۹۲۰ تنه ټپیان دي. له دې شمیرې څخه ۳۵۱۲ ماشومان دي، چې ۹۲۳ تنه وژل شوي او ۲۵۸۹ تنه نور ټپیان دي او د پخوا د تر ټولو لوړې شمیرې په پرتله ۲۴ سلنه ډېروالي په ګوته کوي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه پالوي )یوناما( له ۲۰۰۹ کال راهیسې په منظمه توګه د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي دي، چې دغه شمیره دهغه مهال راهیسې تر ټولو لوړه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو وویل: " د زرګونو افغان ملکي وګړو مرګ ژوبله خورا زړه بوږنوونکې ده او تر ډیره بریده یې مخنیوی کیدای شي. د جګړې ټول ښکیل اړخونه باید د ماشومانو په ګډون چې ژوند یې خراب شوی، د ټولو عام افغان ښځو او نارینه وو د ژغورلو لپاره بیړني کوټلي ګامونه اوچت کړي."

د حکومت مخالف عناصر، په ځانګړې توګه طالبان د نېږدې دوه پردرېیمې برخې ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې مسئولیت لري، په داسې حال کې چې لږ تر لږه د یو پرڅلورمې برخې پړه یې د دولت پلوه ځواکونو په غاړه ده.

دغه کلنی رپوټ کاږي:"د ۲۰۱۵ کال په څیر د دولت پلوه او دولت ضد عناصرو تر منځ ځمکنۍ جګړې، په تیره بیا د خلکو د اوسیدو په سیمو کې د ملکي تلفاتو)مړینې او ټپیانو( د کچې د زیاتیدو اصلي عوامل پاتې دي، ورپسې د ځای پر ځای شوې چاودیدونکو توکو کارونه، ځانمرګي او ډله ییز بریدونه ، هدفي او قصدي وژنې د ملکي تلفاتو عمده عاملونه دي."

دغه راپور همدارنګه د داعش )خراسان والیت اسالمي دولت( له خوا په بریدونو کې زیاتوالی په ګوته کوي، چې په ځانګړې توګه شیعه مسلمانان په نښه کوي. یوناما ۸۹۹ ملکي مرګ ژوبله ) ۲۰۹ مړینه او ۶۹۰ ټپیان( ثبت کړې، چې د تیر کال په پرتله لس برابره زیاتوالی ښیي. د دې مرګ ژوبلې ډیری برخه د داعش له خوا د شیعه مسلمانانو پر ټولنې د درې لویو بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوې.

راپور زیاتوي:"هوایي بریدونه، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا تر سره شوي، ۵۹۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ) ۲۵۰ مړینه او ۳۴۰ ټپیان( اړولې، چې د ۲۰۱۵ په پرتله دوه برابره شوې او د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا تر ټولو لوړه کچه ده."

د یوناما مشر، یاماموتو ویلي چې د ځمکنیو جګړو د ویجاړوونکو اغیزو تر څنګ پر ملکي وګړو په لوړه کچه قصدي مخ پر ډیریدو ځانمرګي بریدونه هم وغندل.

نوموړي وویل: " تیر کال په افغانستان کې د ملکي وګړو یو بل د ګړاو نه ډک کال و ، که چیري په جګړو کې ښکیل اړخونه د خپلو عملیاتو پایلو ته د بیاکتلو جدي هڅه ونکړي، نو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه، له 
کورونو بیځایه کیدل او نور انساني کړاوونه به په زړه بوږنوونکي حال په لوړه کچه پاتې شي."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر زید راعد الحسین وویل، د مرګ ژوبلې شمیرې راوښودله چې د ټولنې تر ټولې زیان منونکې برخې تر ټولو لوړه بیه پرې کړې" ماشومان ووژل شول، ړانده شول، معیوب شول او کله یې چې له ناچاوده توکو سره لوبې کولې، په ناپوهۍ کې د خپلو ملګرو د مړینې المل شول، چې په غفلت سره د جګړې د ښکیلو ډلو له خوا شاته پریښودل شوي. 

مذهبي اقلیتونه په جوماتونو کې د عبادت پر مهال په نښه کیږي، ښځې تش په نوم موازي عدلي پروسې تر عنوان الندې په دوامداره توګه په بیرحمۍ سره سزا ویني."

یاماموتو او زید له ښکیلو ډلو وغوښتل چې د ملکي وګړو میشت سېمو کې د چاودیدونکو وسلو استعمال راکم کړي تر څو ډاډ تر السه شي، چې د جګړې پاتې ناچاوده توکي له سیمو څخه لرې شوي دي. دوی همدارنګه د نړیوالو بشردوستانه او د بشري حقونو له قوانینو څخه د سرغړونې لپاره د حساب ورکړې او عدالت تامین پر اړتیا ټینګار وکړ.

د راپور له مخې"پر ملکي وګړو د بریدونو دوام او د دولت ضد عناصرو له خوا بې توپیره بریدونه، په ځانګړې توګه د ځای په ځای شویو چاودیدونکو توکو څخه ګټه اخیستل او پر ملکي ګڼ میشته سیمو کې ځانمرګي بریدونه د غندنې وړاو غیر قانوني دي او په ډیری حاالتو کې کیدای شي جنګي جرمونه وشمیرل شي. دا ډيره مهمه ده چې سر غړوونکي، که هر څوک وي باید د داسې کړنو لپاره حساب ورکړي."

د بشپړه راپور لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

په داسې حال کې چې ملکي تلفات په ۲۰۱۶ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي، ملګري ملتونه له ښکیلو ډلو غواړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د بندیدو لپاره ژر اقدامت تر سره کړي

شریک یي کړئ