Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېلرسن:ترهغې چې طالبان سولې ته حاضر نه شي افغانستان کې پاتې کېږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ټینګار کوي چې د امریکا متحده ایالات به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي چې طالبان خپل فکر بدل نه‎کړي او له افغان حکومت سره د سولې له بهیر سره یوځای نه‎شي.

ښاغلي ټېلرسن دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا د نړیوالو سټراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې «په راتلونې لسیزه کې له هند سره د امریکا د اړیکو تعرف» تر نامه لاندې غونډه وکړې.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:« دا د طالبانو او نورو ډلو لپاره یو پيغام دی چې موږ هېڅ ځای نه ځو او موږ په افغانستان کې ترهغه مهاله یوو چې تاسو له افغان حکومت سره پخلاینې ته راشئ او یو حکومت جوړ کړئ.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې د ترهګرو د پټن ځایونو په اړه خبرداری ورکوي.

رېکس ټیلرسن له اسلام اباد څخه غواړي چې باید په هغه هېواد کې ترهګر د یو پرېکړه لیک له مخې وځپي.

هغه زیاته کړه:« په سوېلي اسیا کې پاکستان د امریکا یو مهم همکار دی  موږ له پاکستانه تمه لرو چې د ترهګرو پرضد ودرېږي او دغه هېواد د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې خلک او سیمه ګواښي او د پاکستان دغه  اقدام به د ګاونډیو هېوادونو او خپله د پاکستان له ثبات سره مرسته کوي.»

خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس وايي امریکا تر دې دمه پر پاکستان یو واقعي فشار نه‎دی راوړی.

ښاغلی ټېلرسن دا څرګندونې، له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په منظور په عمان کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې غونډې سره هم مهاله دغې ډلې پر عزني، پکتیا، فراه، کندهار او میدان وردکو بې مخینې خونړي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې ۳۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې د ترهګرو د پټن ځایونو په اړه خبرداری ورکوي. رېکس ټیلرسن له اسلام اباد څخه غواړي چې باید په هغه هېواد کې ترهګر د یو پرېکړه لیک له مخې وځپي.

شریک یي کړئ