Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان بس: طالبان باید له افغان حکومت او خلکو سره مذاکره وکړي

په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره د امریکا د هڅو لړ کې، کابل کې د دغه هېواد سفیر وايي چې دغه خبرې اترې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ترسره شي.

 د امریکا سفیر جان بس له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د سولې خبرو پر بین الاافغاني کېدو ټینګار کوي او وایي د سولې په خبرو کې یوازينۍ سره کرښه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خبرې اترې دي.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه وویل:«یوازینۍ سره کرښه دا ده چې طالبان باید له افغان حکومت او خلکو سره خبرې وکړي، هماغه شان مې چې وویل زموږ موخه چې په واقعیتونو ولاړه ده دا ده، داسې یوه حل لاره رامنځته شي چې د ننه په ټولنه کې وي ترڅو په پراخه توګه د ټولنې لخوا ومنل شي او په دې توګه به د پلي کېدو لپاره ښه فرصت ولري.»

په داسې حال کې چې ولسمشر غني تېره اوونۍ د ژنیو په غونډه کې د سولې مرکچي پلاوی اعلان کړ ښاغلی جان بس وايي د دغه پلاوي د ټاکلو لپاره لازیاتې مشورې ته اړتیا ده او د نوموړي په وینا افغانستان باید د سولې د خبرو لپاره داسې استازي ولري چې له دې بهیره خبر وي.

هغه زیاته کړه:«زما په نظر باید د ټولنې پراخو پرګنو سره مشوره وشي، د هغه څه پر اساس چې ما د ټولنې له بېلابېلو برخو اورېدلي، دوی فرصت لري مرکچي پلاوي ته ووایي چې لومړیتوب یې څه دی او آیا د پخلاینې لپاره ځای شته، سرې کرښې او هغه څه چې د ټولنې لویه برخه یې نه غواړي کومې دي ترڅو یې په اړه پخلاینه وشي او دا کار باید د طالبانو او حکومتي استازو ترمنځ له واقعي خبرو مخکې ترسره شي.»

له بلخوا له هغې یوه ورځ وروسته چې لویو سیاسي ګوندونو اعلان وکړ چې د حکومت له پلاوي جلا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی جوړ کړی، اوس د سولې عالي شورا هم وايي حکومت د سولې د مرکچي پلاوي په ټاکلو کې له دغې شورا سره مشوره نه ده کړې.

له دې سره سره په ملګروملتو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی وايي یو باواکه مرکچي پلاوی به له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی محمود صیقل په دې اړه څرګنده کړه:«د سولې د اجنډا د پرمخ بیولو لپاره به یو صلاحیت لرونکی پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او موږ له طالبانو څخه هم دې ته ورته تمه لرو ترڅو موږ ته یو متحد مرکچي پلاوی راوپېژني.»

ارګ له طالبانو سره د خبرو په اړه د ګوندونو د پرېکړې په هکله وايي دا ګوندونه باید د دې کار پر ځای خپل استازی د سولې هغه مشورتي بورډ ته چې د ولسمشر لخوا اعلان شوی معرفي کړي.  

کابل کې د امریکا د سفیر بشپړه مرکه نن شپه (جمعه) اته بجې له طلوع نیوز څخه مه هېروئ.

د امریکا دغه لوړپوړۍ ډیپلوماټ د سولې خبرو پر بین الاافغاني کېدو ټینګار کوي او وایي د سولې په خبرو کې یوازينۍ سره کرښه د افغانستان له حکومت او خلکو سره خبرې اترې دي.

شریک یي کړئ