Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دجاني خېلو ولسوالۍ د دویم ځل لپاره بېرته له طالبانو څخه ونیول شوه

د هېواد په سوېل کې د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ مرکز چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو لاسته لوېدلی وه، د دولتي ځواکونو له خوا بېرته ونیول شو.

په دوه وروستیو میاشتو کې، دا څوم ځل دی چې د جاني‎خېلو ولسوالۍ د بلواګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالواسع میلاد وايي چې د کمانډو او د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه (پنجشنبې شپه) د یوه عملیات په ترڅ کې د جاني‎‎خېلو ولسوالۍ مرکز یې بېرته له طالبانو څخه ونیو.

له دې وړانډې، کابو یوه میاشت وړاندې د جاني‎خېلو مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی وه خو له یوې اوونۍ وروسته دولتي ځواکونو هغه بېرته ونیوله.

په پکتیا کې امنیتي ځواکونه وايي چې نور به اجازه ور نه کړي چې دغه ولسوالۍ به د بلواګرو لاسته ونه ولېږي.

شریک یي کړئ