Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان بس: د افغانستان د ټاکنو بریالی د خلکو کم ملاتړ لري

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وايي، د رایه ورکوونکو د  شمېر له مخې د ولسشمرۍ د ټاکنو ګټونکی به د ډېرو کمو خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

دغه امریکايي ډپلومات وايي، هر څوک چې په سږنیو ټاکنو کې بریالی کېږي رایې به یې له یو میلیون کمې وي.

نوموړی وايي، له همدې کبله باید په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي.

په کابل کې د امریکا سفیر طلوع نیوز ته وایي هغه څوک چې په ټاکنو کې به بریالی شي له یو میلیونه کمې رایې به ولري او په سیاسي فرهنګ کې به دا داسې ماموریت وي چې د لږ شمیر کسانو ملاتړ لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون لس ورځې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې ۱میلیون او ۸ سوه او ۲۴زره او ۴۰۱ رایې په دغو ټاکنو کې د اعتبار وړ وبلل شوې.

د پایلو له مخې محمداشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې چې ۵۰.۶۸ سلنه کېږي، ترلاسه کړې دي. همداراز عبدالله عبدالله۷۲۰۹۹۰ رایې ترلاسه کړې چې  ۳۹.۵۲سلنه کیږي. همداراز بل نوماند ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۲ رایې چې ۳.۸۵ سلنه کیږي ترلاسه کړې دي.

په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس وايي:«‎فکر کوم چې دا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون انعکاسونکی دی او ښيي که څوک په لومړي پړاو کې بریالی شي، په داسې هیواد کې چې څه دپاسه دیرش میلیونه وګړي لري او نهه میلیونه کسانو هم د رایو ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې له یو میلیونه کمې رایې به ولري، په سیاسي فرهنګ کې دا داسې ماموریت دی چې له دغه کس څخه د زیات شمیر خلکو د ملاتړ ښودنه نه کوي.»

جان بس وایي هر نوماند چې په لومړي پړاو کې ګټونکی شي باید په پراخه توګه حکومت وکړي او نورو سیاسي لوریو ته هم پام وکړي.

هغه زیاتوي:«‎فکر کوم هرڅوک چې په لومړي پړاو کې ګټونکی شی باید درک کړي چې راتلونکی مشر به وي، خو باید نورو سیاسي لوریو ته پام وکړي، په هراړخیزه توګه حکومت وکړي، د ټولنې د لویې برخې غوښتنو، ویرو او مخالفتونو ته غوږ کیږي او په داسې ډول حکومت وکړي چې خلک احساس کړي غږ یې اوریدل کیږي.»

دغه امریکایی دیپلومات د افغانستان د سولې په اړه وايي واشنګټن به له طالبانو سره د موافقې له لاسلیکه مخکې پر سراسري اوربند ټینګار ونه کړي:«موږ یوازې د طالبانو او امریکا او ایتلافي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت یا اوربند په اړه فکر نه کوو، په دې برخه کې باید افغان ځواکونه په پام کې ونیول شي پرته له هغې به تاوتریخوالی کم نه شي.»

د امریکا سفیر جان بس چې په افغانستان کې یې د کار موده پاي ته رسیدلې له دې مخکې یې د افغانستان د ټاکنو په اړه روښانه دریځ درلود، ټاکل شوې نوموړی له افغانستانه ستون او په نوې دنده وګمارل شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او تر اوسه چې کابو درې میاشتو وروسته یې هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې

شریک یي کړئ