د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد یو ډیپلوماټ یې د افغانستان د نوي سفیر په توګه معرفي کړی دی.
سپینه ماڼۍ وايي چې «جان بس» په ترکیه کې د امریکا اوسنی سفیر به په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه معرفي شي.
ښاغلي جان بس په عراق کې هم دنده ترسره کړې ده.
د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلي بس له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه تراوسه په عراق او سوریې او همدارنګه د اسیا په سویل کې د ترهګرۍ پر ضد سمباتیا کې له حکومتونو د ملاتړ ښې تجربې لري.
په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د هغه نوماندېدل د افغانستان په اړه د واشنګټن لومړنی ګام بلل کېږي.