د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې وسلهوالو بریدګرو د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز برید کړی وه.
د دغو چارواکو په وینا، بریدګرو د ۱۱:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې نن (شنبې د زمري ۶ مه) له غرمې وروسته له یوه برید سره جوخت پر دغه مرکز یې برید پیل کړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې په دغه برید کې، د دغه روزنیز مرکز دوه کارکوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپیان دي.
د هغه په وینا، د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته له کابو پنځو ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.
دغه روغتیايي روزنیز مرکز په عامې روغتیا وزارت پورې اړوند مرکز دی چې کابو ۷۰ زدهکوونکي لري.
ویل کېږي چې د برید پر مهال، زده کوونکی دننه په مرکز کې وو چې ځیني یې د بریدګرو له خوا برمته نیول شوي وو خو د هغوی ډېری د پېښې له سیمې څخه ژغورل شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.
ننګرهار ولایت، د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې په دغه ولایت کې تر ډېره داعش ډله فعالیت لري، له دې وړاندې دغه ولایت کې د داشان بریدونو پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې ده.