د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې نن(دوشنبې د چنګاښ۱۹مه) چاودنې د ۱۰ کسانو ژوند واخیست او څلور نور یې ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند، عطا الله خوګیانی وايي چې پېښه د جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې شوې ده.
دی زیاتوي وژل شوي کسانو کې ۸ ملکي کسان او دوه د ملي امنیت کارکوونکي شامل دي.
ښاغلی خوګیانی زیاتوي چې چاودنه د تیلو یوه ټانک ته نېږدې ترسره شوې ده او یاد ټانک ته زیات زیان اوښتی دی.
دی وړاندې وايي چې چاودنه د ځانمرګي برید له کبله رامنځته شوې چې پلي بریدګر د پلټنې په یوه ځای کې ځان سره تړلي توکي چوولي دي.
د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.