Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جلال اباد ښار کې د ګډوالو پر ریاست د یرغلګرو برید

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی نن سې‎شنبې (د زمري په ۹ مه) وویل چې ځينو بریدګرو د دغه ولایت د ګډوالو پر ریاست برید کړی او له امنیني ځواکونو سره ښکېل شوي دي.

که‎څه هم هغه د دغې پېښې پخلی کوي، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر زیات وړاندې نه کړل.

شاهدان وايي چې د ۱۱:۳۰ بجو په شاوخوا کې لومړی د ګډوالو ریاست ته‎څېرمه چې په نېږدې واټن کې یې مرکزي روغتون موقعیت لري د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

شاهدانو زیاته که چې د امینتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ جګړه دوام لري.

تراوسه د دغې چاودنې او نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ په واک کې نشته.

د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې وسله‎والو کسانو د جلال اباد په ښار کې د قابله ګانو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی وه چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي وو.

د ننګرهار ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې ځينو بریدګرو د دغه ولایت د ګډوالو ریاست پر ودانۍ برید کړی او له امنیتي ځواکونو سره په نښته شوي دي.

شریک یي کړئ