Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جمعه ګل همت د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي شو

د کورنیو چارو وزارت نن (دوشنبې د وږي په ۳مه) جنرال جمعه ګل همت یې د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه وګوماره. 

جنرال همت د کابل د پخواني امنیه قومندان امان الله واحدي پر ځای ټاکل شوی دی.

ښاغلي همت نن له معرفۍ وروسته رسماً په خپل کار پيل وکړ.

ښاغلي واحدي په داسې حال کې له دندې ګوښه کړل کېږي چې پلازمېن مېشتو د نښلوونکو ماینونو د چاودنې له امله په امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د کابل پر امنیه قومندانۍ نیوکه وکړه او وې ویل چې دوی د دغو چاودنو په مخنیوي کې ناکام دي.

کابو یوه اوونۍ مخکې او د هېواد د خپلواکۍ په ورځ، کابل کې د دوه دولتي کارکوونکو په ګډون درې تنه د توغندويي بریدونو په پاله کې ووژل شول او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

د خپلواکۍ په ورځ، د کابل ښار د شپاړسمې او اولسمې ناحیې ۱۴ توغندي وتوغول شول چې یو له توغندیو پر ارګ هم ولګېد.

جنرال همت له دې مخکې په ملي دفاع وزارت کې د سرحدي ځواکونو د عمومي قومندان په توګه کار کاوه.

شریک یي کړئ