د ملي دفاع وزارت نن(یکشنبې د وري۲۶مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې یوه سیمهییز قومندان، محمدیوسف په ګډون د ۲۰ هغوی له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه وايي چې افغان هوايي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په درزآب ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي او چاڼيز عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۷ نور داعش وسلهوال ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپانه همداراز په هرات او کاپیسا ولایتونو کې هم د ۱۴ وسلهوالو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
افغان ځواکونو په هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې پوځي عملیات کړ يچې په پایله کې یې ۸ وسلهوال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
همداراز د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې ۶ وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
خبرپانې افغان ځواکونو ته د اوښتې احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.