Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د داعش پوځي مسوول له خپلو کسانو سره دولت ته تسلیم شوی

د جوزجان ځايي چارواکو نن چهارشنبې (د زمري په ۱۰ مه) وايي چې دغه ولایت کې په درزاب ولسوالۍ کې څه باندې ۱۵۰ داعش جنګیالي له دولتي ځواکونو سره یوځای شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي د هېواد په شمال کې د داعش ډلې عمومي پوځي مسوول حبیب الرحمان او د هغه مرستیال مفتي نعمت الله له ۱۵۰ جنګیالیو سره تېره شپه له خپلو وسلو سره له دولتي ځواکونو ته تسلیم شول.

هغه زیاته کړه د دغې ډلې څه باندې ۱۰ جنګیالي چې بهرني وګړي دي هم په دغو تسلیم شویو کې شامل دي.

هغه زیاتوي چې تراوسه د بهرنیو وګړو پېژاند څرګند نه دی، خو د هغوی ډېری د ازبکستان او تاجکستان وګړي دي.

د غفوري په وینا، تراوسه دغه کسان د درزاب ولسوالۍ له مرکز د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته لېږدول شوي نه دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه کسان له هغې وروسته دولت سره یوځای شول چې په درزاب ولسوالۍ کې له دوو ورځو راهیسې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

حبیب‎الرحمان  چې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او یو کال مخکې، د داعش ډلې د عمومي پوځي مسوول قاري حکمت الله له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

مفتي نعمت الله چې اوس د هېواد په شمال کې د داعش ډلې عمومي پوځي مسوول مرستیال دی هغه هم د درزاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دی.

هغه په یو وخت کې د طالبانو له قومندانانو څخه وه، چې تر لاس لاندې څه باندې ۲۰۰ کسانو سره د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته تسلیم شو، خو له یوې مودې وروسته، له داعش ډلې سره یوځای شو.

د جوزجان امنیه قومندان جنرال فقیر محمد جوزجاني وايي د هېواد په شمال کې له خپلو جنګیالیو سره د داعش ډلې د عمومي پوځي مسوول یوځای کېدل د دې ښودنه کوي چې دغه ډله په درزاب ولسوالۍ کې ماته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ډېر ژر به دغه کسان له درزاب ولسوالۍ څخه د چورلکو په واسطه شبرغان ته ولېږدول شي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې له درې کلونو راهیسې د طالبانو او داعش په ګډون د دولت د مخالفو وسله‎والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنو نښتو شاهده ده.

د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې د داعش ډلې د جنګیالیو د تسلیمېدو بهیر دوام لري او ښايي د هغوی شمېر څه باندې ۲۰۰ تنو ته ورسېږي.

شریک یي کړئ