د جوزجان امنیتي چارواکو نن(سېشنبې د کب۱۰مه) وايي چې تېره ورځ په دې ولایت کې د داعش ډلې یو قومندان له خپلو څلورو همکارانو سره وژل شوی دی.
د یاد ولایت امنیه قومندان، مل پاسوال رحمتالله ترکستاني څرګندوي چې د طالبانو دا قومندان قاري قدرت نومېده او چې د درزآب ولسوالۍ په سردره کلي کې د افغان ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دی زیاتوي چې د دې ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې د افغان ځواکونو او د داعش وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې دي.
ښاغلي ترکستاني د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.