Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حامد کرزی له پاکستان سره د روسیې د پوځي مرستو ملاتړ کوي

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له پاکستان سره د روسیې اړیکې نوې بولي او اسلام اباد سره د دغه هېواد له پوځي مرستو ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي په هند کې د «ریسینا» په خبرو اترو کې چې سږکال د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې شوې وه وینا کوله وویل کله چې د امریکا متحده ایالاتونه کولای شي پاکستان ته وسلې ورکړي، نو روسیه هم کولای شي ورته مرستې له اسلام اباد سره وکړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«له پاکستان سره د روسیې وسلې په پرتله ۹۰ امریکايي وسلې دي. کله چې امریکا پاکستان ته د وسلو ورکوه ودروي، په هغه صورت کې روسیه غواړي چې په دې برخه کې کار وکړي.»

نوموړی وایي پاکستان له افغانستانه امریکا ته ۵۰ ځله زیات ارزښت لري نو ځکه په افغانستان کې د واشنګټن جګړه ناکامه ده.

ښاغلی کرزی زیاتوي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ماتې خوړلې ده.

پخواني ولسمشر کرزي زیاته کړه:« ناڅاپه د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن په غونډه کې وویل وګوره ښاغلی کرزی صاحب په افغانستان کې د تاسو په پرتله پاکستان زموږ لپاره ۵۰ برابره ارزښت لري، نو باید امریکا له پاکستان سره په خپل چلند کې بدلون راولي.»

ښاغلی کرزی د پاکستان په وړاندې د ټرمپ له دریځه هم ملاتړ کوي او له هغه غواړي چې پر اسلام اباد ډېر فشار راوړي.

ښاغلی کرزی باور لري که‎چېرې امریکا غواړي په افغانستان کې خپله «ماته» جبران کړي، خپله اړیکه دې له پاکستان سره بدله کړي:«په افغانستان کې د امریکې د ماتې جبران لپاره، له پاکستان سره د امریکا دا اړیکه باید بدله شي.»

ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یګور مورګلوف ادعا کوي چې له نښې پرتې چورلکي داعش جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږدوی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو چورلکو ویډیوګاني په اختیار کې لري خو کابل او ناټو په دې اړه څه نه وایي.

هغه زیاته کړه:« موږ د هغو چورلکو په تړاو اندېښمن یوو چې د افغانستان په شمال کې داعش په کې لېږدول کېږي، په دې اړه د ثبوت لپاره موږ ویډیوګانې لرو، خو افغان حکومت او ناټو په دې اړه ځواب نه ورکوي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پرطالبانو د روسې نفوذ په تړاو داسې وايي:« طالبان فکر نه کوي چې موږ پرې نفوذ لرو موږ د افغانستان حالاتو په تړاو له څو کلونو راهیسې اندېښمن یوو خو موږ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته چمتو یوو له طالبانو سره د روسیې مرستو په اړه هېڅ شواهد نشته.»

ایګور مورګلوف له طالبانو سره د روسیې د اړیکو پخلی کوي او وايي چې دغه اړیکې په افغانستان کې د روسي وګړو د امنیت د خوندیتوب او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو راوستل دي.

شریک یي کړئ