Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حزب اسلامي،طالبان یې یوه ناپوه،تړلې او متعصبه ډله وبلله

د ګلبدین حکمتیار با صلاحیته استازی امین کریم نن پجنشنبې د(مرغومې په ۳۰ مه) وویل چې، په ملکي سیمو کې د طالبانو بریدونه حرام او  د اسلامي لارښوونو پرخلاف دي.

نوموړی همداراز زیاتوي، که‎چېرې په اسلامي حزب بندیزونه لیرې شي او کنه، حکمتیار به ډېر ژر په کابل کې راڅرګند شي.

ښاغلي امین څرګنده کړه:«په هغو سیمو کې چې مُلکي خلک تګ او راتګ کوي،په جوماتونو، ښوونځيو، روغتونونو او دفترونو بریدونه د حزب اسلامي له لیدلوري او د اسلام له اخیستون څخه حرام دي حزب اسلامي لومړنۍ ډله وه، چې طالبان یې تړلي،ناپوه او متعصبه دله وبلله.»

د حزب اسلامي دغه لوړپوړی غړی په نېږدې راتلونکي کې د دې ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د راڅرګندېدو خبر ورکوي، امین کریم که څه هم پر ښاغلي حکمتیار د بندیزونو نه لیرې کېدل د اندېښنې وړ بولي خو ټینګار کوي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د نه راتلو په وړاندې اصلي خنډ پر نوموړي د بندیزونو نه لیرې کېدل نه دي.

هغه زیاته کړه:«په کابل کې د څرګندېدو لپاره د حزب اسلامي او د حزب اسلامي د مشرتابه پرېکړه، پرېکنده ده او هېڅ موضوع د هغه مخنیوی نه‎شي کولای.»

اجرایي ریاست کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو په اړه داسې وايي.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«په پرېکنده توګه کله چې ښاغلی حکمتیار او کسان یې چې کابل ته راځي د نورو اوسېدونکو په توګه د افغانستان قوانینو او مقرراتو ته ژمن دي.»

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي لوړپوړی مرکچي نیوکه کوي چې له حکومت سره د دغه ګوند د سولې د عملي کولو بهیر په پڅه توګه پرمخ ځي له همدې امله هغه کارونه چې صلاحیت یې له حکومت سره دی او په اړه یې هوکړه شوې تراوسه نه دي عملي شوي.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار په دې اړه څرګنده کړه:«له دغه هوکړې سره ښه کارونه او ښه امتیازات شوي دي خدای دې وکړي چې عملي شي او هوکړه په بشپړه توګه عملي شي.»

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د ملي یووالي له حکومت سره له څو پړاوه خبرو وروسته څو میاشتې مخکې په رسمي توګه اوربند اعلان کړ او د ملي یووالي له حکومت سره یې د سولې په نوم هوکړه‎لیک لاسلیک کړ، په دغه هوکړه کې دواړه لوري د یو شمېر کارونو په ترسره کولو مکلف دي چې په دغو کارونو سره به حزب اسلامي د نورو سیاسي ګوندونو په شان د هېواد سیاسي بهیر ته لاره پيدا کړي.

شریک یي کړئ