Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حزب اسلامي امنیتي بنسټونو کې د خپلو افسرانو د کمارنې نوملړ جوړ کړ

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ جزب اسلامي په امنیتي بنسټونو کې د خپلو ۳ زره او ۵۰۰ افسرانو نوملړ جوړ کړی دی.

د حزب اسلامي سیاسي شورا وايي په لومړي پراو کې دوی د سلو کسانو نوملړ د سولې د هوکړه‎لیک ګډ کمېسیون ته سپارل شوی دی.

 کریم امین وايي چې د حزب اسلامي څه باندې پنځوس افسران د ډګروالۍ ، برید جنرالۍ او تر هغې لوړې رتبې لري.

 د هوکړې د عملي کېدو کمېسیون غړي وايي په لومړي سر کې به ۸۰  تنه افسران د ګمارنې په موخه ملي دفاع وزارت ته وپېژندل شي.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې په بنسټ، د حزب اسلامي ټول هغه غړي چې د کار په شرایطو برابر دي او په دولتي بنسټونو کې د کار کولو لپاره لېوالتیا لري په دغو بنسټونو کې به جذب شي.

دې ګوند تر اوسه  د خپلو ۳ زره او ۵۰۰ صاحب منصبو نوملړ جوړ کړی، او د دوی  لومړی ډله د سولې د هوکړې د اجرايي کېدو ګډ  کمېسیون ته استول شوې ده.

د افغانستان د حزب اسلامي د سیاسي شورا غړي امین کریم څرګنده کړه:«نیمايي پوځي صاحب منصبان چې د لومړیو سلو تنو په چوکاټ کې معرفي شوي دي، د ډګروالۍ، برید جنرالۍ او له هغې لوړې رتبې لري.له هغې پرته ډېر شمېر جنرالان دي چې هم د نظام له معمولي بهیر له پلوه د دغو رتبو څېښتن شوي  او هم د حکمتیار له خوا په وړیاتي توګه چې کله د هېواد لومړی وزیر وه هغوی ته ورکړل شوي دي.»

خو د سولې د هوکړې د پلي کېدو کمېسیون وايي چې د دغه ګوند په لومړي نوملړ کې ۸۰ تنه شامل دي او اوس د هغوی مخینه د څېړنې په حال کې ده.

د سولې د پلي کېدو کمېسیون ویاند حامد فرزان په دې اړه وايي:«۱۰ ورځې وړاندې د حزب اسلامي له خوا مو لومړنی نوملړ ترلاسه کړ چې ۸۰ تنه په کې شامل دي  او ۲۰ – ۲۳ کاله پخوا یې په ملي دفاع وزارت کې یې کار کړی دی.»

ملي دفاع وزارت د دغو افسرانو ګمارل د دولت په مشرتابه پورې اړوند بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«د سرباز،افس او له هغه څخه په لوړو پوستونو کې د شاملېدو لپاره اصول شته، هغوی هم افغان دي او کولای شي په دغو ځواکونو کې شامل شي، په دې شرط چې د دغه پالیسۍ سره برابر وي.»

د ولسي جرګې استازي د دې ګوند د افسرانو د ګمارلو په اړه داسې ايي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«افغان حکومت باید له دوی وسلې واخلي او خپلې وسلې په ځمکه کېږي چې موږ ډاډه شو چې په واقعیت کې موږ یوې ټولنیزې سولې ته رسېدلي یوو که‎چېرې غواړي له هغوی څخه د سولې د ټینګښت په بهیر کې استفاده وشي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دې تنظیم کړي.»

د اساسي قانون په بنسټ هغه سیاسي ګوندونه چې په هېواد کې فعالیت لري باید پوځي فعالیت ونه‎لري، حزب اسلامي له دولت سره په هوکړه کې ژمنه کړې  چې خپل پوځي تشکیل به منحل کړي خو تراوسه د دې ګوند د پوځیانو کره شمېره څرګنده نه ده.

شریک یي کړئ