Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حزب اسلامي د دغه ګوند د بندیانو د ازادولو له بهیره راضي نه دی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چارواکي وايي چې د حکومت له خوا د دغه ګوند د بندیانو د ازادولو له بهیره «قانع او راضي» نه دي.

د دغه ګوند د بندیانو د ازادولو کمېسیون د مسوول په وینا، لاهم د حزب اسلامي درې زره غړي، د ګوانټانامو، بګرام او څرخلي پله په بندخونو کې بندیان دي.

په ۱۳۹۵ لمریز کال کې له حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړې پربنسټ ټاکل شوې وه چې د دغه ګوند تر درې زره بندیان د حکومت له بندخونو ازاد کړل شي.

د حزب اسلامي د بندیانو د خوشي کولو کمېسیون مسوول عتیق الله صافی وايي چې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې له لاسلیک څخه کابو درې کاله تېرېږي او د دغه مودې په لړ کې د دغه ګوند یوازې ۶۰۰ بندیان ازاد کړل شوي دي:«زموږ بندیان په ګوانټانامو کې هم پاتې دي او د بګرام او څرخي پله په بندخونو کې هم. او که چېرې ووایم چې زموږ لومړی درجه بندیان هم په بندخونو کې دي.!»

د جمعې په ورځ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د موافقې د عملي کولو کمېسیون له بګرام او څرخي پله له زندانونو د حزب اسلامي د څه د پاسه ۱۶۰ بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړ.

خو په بندیانو کې داسې کسان هم وو چې ویل یې دوی د طالبانو ډلې غړیتوب درلود نه د حزب اسلامي.

ښاغلي صافي په دې اړه هم وویل:«په طالبانو پورې هېڅ تړلی کس زموږ په نوملړ کې نشته. ټول شمېر چې موږ (نومونه) یې ورکړي، په حزب اسلامي پورې اړوند دي. موږ له خپل هر بندي ژمنه او ضمانت اخیستی، له کورنۍ څخه یې، د حزب اسلامي د ولایتي مسوول له خوا موږ ته معرفي شوي دي چې دا کس په حزب اسلامي پورې اړوند دی.»

له دې مخکې د ملي امنیت شورا دفتر ویلي له دولتي زندانونو طالب بندیان هم د طالبانو لخوا حکومت ته د ورکړل شوي نوملړ له مخې خوشي کېږي.

د ولسي جرګې غړې شهناز غوثي څرګندوي:«د دې سربېره چې د ښکېلو لوریو د بندیانو ازادول زموږ د ملي امنیت لپاره یو ریسک دی؛ خو دغه ازادونې، د سولې لپاره د اغېزناکې فضا د رامنځته کېدو لامل شوی. له ښکېلو لوریو او حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر خپلو ژمنو رېښتیني واوسو، عمل وکړي، چې له دې زیاته د اعتماد فضا رامنځته شي.»

د حزب اسلامي د دغو نویو نیوکو په هکله د حکومت د نظر په اخیستو بریالي نه شوو.

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شوه.

د حکومت لخوا د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کول او له ګاونډیو هېوادونو څخه د دغه ګوند د غړو د کورنیو د راستنېدو لپاره زمینه برابرول د دغې هوکړې بنسټيزې مادې وې.

د حزب اسلامي د بندیانو د خوشي کولو کمېسیون مسوول وايي چې د حکومت او حزب اسلامي د هوکړې له لاسلیک څخه کابو درې کاله تېرېږي او د دغه مودې په لړ کې د دغه ګوند یوازې ۶۰۰ بندیان ازاد کړل شوي

شریک یي کړئ