Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني ډلې د کابل برید کې لاس لرل رد کړي دي

د طالبانو ډلې د مشر، ملا هېبت‎الله مرستیال، سراج الدین حقاني په یوه غږیز پیغام کې خپل لاس درلودل د کابل او هرات بریدونو کې رد کړي دي.

دا غږیز پیغام د طالبانو د ډلې ویاند لخوا رسنیو ته استول شوی دی، سراج‎الدین حقاني په دې پیغام کې ویلي، د حقاني ډله په داسې ځایونو کې عملیات نه کوي چې ملکي کسان په کې وي.

ده زیاته کړې ده:«اسلامي امارت سره له دې چې د دې برید مسوؤلیت نه مني، بلکې پرې ډېر غمجن هم یوو.»

خو افغان حکومت وروستي بریدونو د دې ډلې کار بولي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست، نجیب دانش څرګندوي:«دوی غواوي چې عامه افکار بدل کړي، په داسې حال کې چې له دې بریدونو وروسته ټولې دنیا او خلکو دې ډلې ته کرکه څرګنده کړه.»

حقاني د خپلو خبرو په یوې برخه کې د افغانستان پر جګړې ټينګار کړی او د بهرنیو ځواکونو تر وتو یې د جګړې خبره کړې ده.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رئیس ، میرداد نجرابي وایي د حقاني ډلې مشر د خپل ورور د زنداني کیدو له امله دا بریدونه رد کړي دي.

دی زیاتوي:«د حقاني ډلې مشر د خپل ورور ژوندي پاتې کېدو لپاره په دې برید کې خپل لاس درلودل ردوي.»

حقاني ډله چې د امریکا په تور نوملړ کې شامله ده د افغان حکومت لخوا د هیواد په بیلابیلو برخو کې د مرګونو او پيچلو ځانمرګو بریدونو او چاودنو په کولو تورنه ده. 

سراج الدین حقاني چې د طالبانو ډلې د مشر ملاهبت الله مرستیال دی د خپلو خبرو په یوه برخه کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی

شریک یي کړئ