Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکل شو

ولسمشر غني په دوه ځانګړو حکمونو کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر یې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې «د هېواد ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر بنسټ، محمد حنیف اتمر یې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه.»

ښاغلی اتمر ۱۳۹۸ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو کې له نوماندۍ مخکې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کاوه.

هغه په ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند و خو په نیمه لار کې له خپلې نوماندۍ تېر شو او له هېڅ بل نوماند څخه یې ملاتړ ونه کړ.

ښاغلي اتمر همدارنګه د کلیو پراختیا، پوهنې او د کورنیو چارو د وزیر په توګه کار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د دغه وزارت د سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري له خوا یې سرپرستي کېده.

ولسمشر غني دوه ورځې مخکې، د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندېوال د مالیې وزارت د سرپرست او نوماند په توګه وټاکه او په دې اساس یې د نوې کابینې بهیر پیل کړ.

تېره ورځ د بامیان ولایت والي محمد طاهر زهیر هم د اطلاعاتو او کلتور د نوماند او سرپرست په توګه وټاکه.

ښاغلي غني په نورو دولتي بنسټونو کې هم بدلونونه راوستي دي؛ هغه شاکر کارګر یې د ولسمشرۍ دفتر د رییس په توګه وټاکه او سید وحید قتالي یې هم د عبدالقیوم رحیمي پر ځای د هرات والي وټاکه.

ولسمشر غني په داسې حال کې د کابینې په معرفي کولو لاس پورې کړی دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له امله د عبدالله عبدالله او هغه ترمنځ اختلافونه لا حل شوي نه دي.

ولسمشر غني په دې وروستیو کې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له ښاغلي عبدالله یې غوښتي چې د سولې عالي شورا مدیریت او مشري وکړي او خپل همکاران هم په کابینه کې د غړیتوب په توګه معرفي کړي.

خو ظاهراً عبدالله عبدالله دغه غوښتنه نه ده منلې.  

شریک یي کړئ