Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار:ایتلافي حکومتونه د یوه هېواد د وېش پیل دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (پنجشنبې د مرغومې په ۱۴ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ایتلافي حکومتونه د یو هېواد د تجزیې پیل وباله.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زیاتوي، ټاکل شوې وه چې په نېږدې ورځو کې د ټولو ګوندونو او سیاسي ډلو د مشرانو په ګډون د هېواد د روانو حالاتو په اړه د سلا مشورو په پار یوه لویه غونډه ترسره شي خو د ځینو ګوندونو د مشرانو د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېدله.

ښاغلی حکمتیار د عطا محمد نور او د حکومت ترمنځ روانه شخړه ډېره وړه مسله بولي او وایي، نه غواړي چې په دې مسله کې لاسوهنه وکړي.

نوموړی وایي، په برېښنایي پېژاند پاڼو کې د افغان او د قوم نوم ولیکل شي خو  داسې کسان هم شته چې ان افغان او افغانستان نه مني.

د حزب اسلامي مشر وایي، په ټاکنو کې هر ډول ځنډ او خنډ نه مني.

ښاغلي حکمتیار د حزب الله اسلامي ډلې د بندیانود خوشې کولو په بهیر کې پر ځنډ هم نیوکې کړې دي.

ټاکل شوې وه چې په دغې اوونۍ کې د حزب اسلامي ۹۱ بنديان ازاد شي، خو هغه څه چې د ځينو کسانو شریرانه هڅې بولي، دغه بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

ښاغلی حکمتیار وايي چې په هېواد کې د اوسني کړکېچ څخه د وتو یوازینۍ لاره د ټاکنو ترسره کول او د یوه انتخابي حکومت جوړېدل دي.

شریک یي کړئ